منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ميدان وردګو ولايت مقام د غونډو تالار جوړ شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

ميدان ښار (پژواک، ٢٣ وږى ٩٤): په ميدان وردګو ولايت کې د ولايت مقام لپاره د غونډو تالار جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه تالار د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د ثبات پروګرام په ۱۱۵۹۹۷۵ افغانيو مالي لګښت د دريو مياشتو په موده کې جوړ شوی چې ټول اړين محلقات په کې شامل دي.

ده زياته کړه، په دې تالار کې په يوه وخت سلګونه کسان ځايېږي.

د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د دې تالار د پرانيستې په مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې دا تالار به د ولسونو د ستونزو د حل مرکز او د دوی او حکومت تر منځ د شته واټن د له منځه وړو اصلي مرکز وګرځي .

له بلې خوا د ميدان وردګو والي وايي، د راتلونکي کال پرمختيايي پلان به د مسوولينو پر ځاى د ولسونو په وړانديز جوړېږي.

د والي وياند وايي چې حيات الله حيات دغه څرګندونې نن د ادارو د مسوولينو تر منځ په جوړه شوې غونډه کې وکړې او زياته يې کړه، د ۱۳۹۵هـ کال پرمختيايي پلان په جوړونه کې به مسوولين يواځې تخنيکي همکاري وکړي .

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه