منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

د اچين جګړه ځپلي له بېوزلۍ او د داعش له چلنده ځورېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ بې ځايه شوې کورنۍ وايي چې داعش وسله والو ترې په زوره کورونه نيولي او په کې مېشت شوي دي.

ځايي چارواکي مني چې د ډيورنډ پولې له پورې غاړې د خيبر ايجسنۍ له “تېرا” څخه د اچين مامندو، عبدلخېلو او پېخې سيمو ته د داعش وسله والو يو شمېر کورنۍ را اوښتي او د خلکو کورونه يې نيولي دي.

دغه سلګونه بې ځايه شوې کورنۍ چې د اچين ولسوالۍ د مقام په شاوخوا او ورڅېرمه سيمو کې يې اړولي له بېوزلۍ ځورېږي او له حکومته هيله لري، څو مرستې ور ورسوي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يو شمېر لرو پرتو سيمو تر ۶۰۰ ډېرې کورنۍ د جګړې او داعش له وېرې بې ځايه شوې دي.

بې ځايه شوې کورنۍ:

د ولسوالۍ مقام ته څېرمه په يوه زړه کنډواله کې پنځه را کډې شوې کورنۍ اوسېږي.

۶۵ کلنه زروجانه د دغو بې ځايه شوو کورنيو له ډلې يوه هغه بې کوره ده چې داعش يې څو ورځې مخکې د ځوان زوی سر پرې کړی او د هغه خپره کړې ويډيو يې لېدلې ده.

زروجانې د پژواک د کمرې په ليدلو سره په ژړغوني غږ خبرې پيل کړې: ((بچيانو! د ظالمانو له ظلمونو ځورېږو، راکډه شوو خو زما زوی يې په ډېر ظلم سره وواژه.))

هغه وايي چې د مامند اوسېدونکي دي، زوی يې په سرحدي پوليسو کې دنده درلوده چې د رخصتيو پر مهال کوره ته په ورڅېرمه سيمه کې داعش ونيوه او څو ورځې مخکې يې وواژه.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو يې ويډيو ولېدلې، وويل: ((چا نه راښوده، بيا مې بالاخره وليدله، ډېر ظلم يې راسره کړی.)) هغه له پژواک سره په خبرو کې بې حاله شوه او شاوخوا يو ساعت بې هوښه وه .

د هغې د کورنۍ نور غړي د داعش له وېرې له رسنيو سره مخامخ خبرې نه کوي.

اچين چې د جلال اباد ښار سوېل لور ته موقعيت لري، له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې د داعش او وسله والو طالبانو نښتې وشوې چې د چارواکو په وينا، اوس په دې ولسوالۍ کې يواځې داعش وسله وال شتون لري.

د ولسوالۍ له مقامه څو کيلومتره ور ها خوا د مامند، عبدالخېل، پېخه، باندر، څپري، د پېښې خوړ او لسګونه نور کلي له داعش وسله والو سره دي.

د اچين ولسوال وايي چې په دغو سيمو کې د خلکو ګڼه ګونه کمه شوې، ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې او په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي.

ولسوال زياتوي: ((دا کورنۍ مرستو ته اړتيا لري. موږ له مرکزي حکومته غواړو چې مرستې را ورسوي، څو پر اړمنو يې ووېشو.))

۶۲ کلن فاتح ګل بل بې ځايه شوی چې د سيمه ييزې ادارې او ځايي خلکو په وينا داعش وسله والو يې ځوان زوی د هغه د کورنۍ په مخ کې حلال کړی دی.

فاتح ګل د ولسوالۍ په مقام کې د سلګونه ځايي خلکو په مخ کې د پژواک د کمرې مخې ته د خپل زوی د وژل کېدو کيسه کوله خو له ژړا پرته يې د خبرو توان پيدا نه کړ.

هغه د لاس په اشارو يادونه کوله چې د زوی سر يې ورته پرې کړی؛ خو پرله پسې ژړا يې دلته سلګونه کسان او ځايي چارواکي وژړل.

وېره:

د عبدلخېلو او پېخې خوړ ته مخامخ پر يوه نسبتاً لوړه غونډۍ د سرحدي پوليسو وروستۍ پوسته ده.

تر دې پوستې لاندې په څو کليو کې د اکثره کورونو دروازه تړلې دي، د کلي په منځ کې ګڼه ګونه نه ښکاري او ويل کېږي يو شمېر پاتې کورنۍ داعش وسله والو ته باج ورکوي، خو ډېری نور له سيمو کوچېدلي.

د دې پوستې يو سرتېري په څو کيلومترۍ کې ور پورې غاړه غونډې ته د ګوتو په اشارې سره وويل چې ګنې داعش وسله وال په کې اوسېږي خو له مخامخ مرکې يې ډډه کوله.

د اچين ولسوال په سيمه کې پژواک ته وويل: ((موږ سرتېري په مجهزو اسلحو سمبال دي او دا توان لري څو د سيمو امنيت خوندي کړي.))

دلته بيا د ولسوالۍ په مقام کې يو شمېر بې ځايه شوو پژواک ته وويل چې داعش وسله وال د دوی په وينا په بېلابېلو بهانو ځايي خلک نيسي او پر بد مرګ يې وژني.

د سيدکريم په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((پېښه، کرکرۍ، مامند، شډله، صندوق، ميدانک او ورته ډېرې سيمې نا امنې دي، خلک ورته له وېرې تګ راتګ نه شي کولی.))

پوهنيز بهير:

په اچين او په ټوله کې د شينوارو زون په ولسواليو کې د وسله والو د خپلمنځي نښتو له امله د ځايي خلکو په وينا پر پوهنيز سکټور سيوری پرېوتی دی.

په تازه ګۍ سره د پوهنې رياست تاييد کړې چې د کوټ په ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله ۲۱ ښوونځي تړل شوي او تر دې مخکې په هسکې مېنې کې بيا ۲۵ ښوونځي تړلي پاتې دي.

دلته بيا په اچين کې د شپږو ښوونځيو د تړل کېدو پخلی کېږي.

د اچين د پوهنې مديرتاج محمد شينواري په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل: ((د مامندو او عبدلخېلو په ګډون په يو شمېر سيمو کې زموږ ټول شپږ ښوونځي تړلي دي.))

هغه وايي چې د دغو ښوونځيو زده کوونکي د نورو سيمو امن ښوونځيو ته لېږدوي.

خو د اچين د شډلې سيمې اوسېدونکي سمندرخان بيا پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې تر شپږو ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

دى وايي: ((شپږ يا اوه ښوونځي خو يوازې په پښې او عدلخېلو کې تړلي دي، په شډلو او ورڅېرمه ډېرو سيمو کې ښوونځي تړلي دي او که وي هم خلک له وېرې نه ورځي.))

روغتيايي خدمات :

د اچين په ولسواليو کې د وروستيو نا امنيو له امله يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي خو دقيق شمېر يې نه ده معلومه.

د اچين د مرکزي روغتيايي مرکز يوه نوکريوال ډاکټر عبدالصمد پژواک ته وويل چې په يو شمېر سيمو کې يې څلور روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د تړل شوو روغتيايي مرکزونو ډاکټران زموږ روغتون ته راغلي او دلته کار کوي؛ ځکه چې پر موږ د ناروغانو شمېر ډېر شوی، ولايتي ادارې هم پاملرنه ډېره کړې او پوره دارو درمل ر ارسوي.))

خو يو شمېر ځايي سرچينې بيا وايي چې په ياد روغتون کې په لوړه کچه عمليات ناشوني دي او دلته بايد په کارپوه ډاکټران راولېږل شي.

حکومتولي:

حاجي غالب مجاهد چې پخوا د بټي کوټ او وروسته د دره نور ولسوال و د اچين لپاره اوس اوس نوی ولسوال پر دنده ګمارل شوی.

د سيمې يوه مدني فعال شان باچا شينواري پژواک ته وويل چې تر پخوا اوس په دې ولسوالۍ کې خلک ته رسېده ګي ډېره شوې او د خلکو ګڼه ګوڼه هم ډېره وي.

هغه له ولايتي ادارې غوښتنه کوي چې اچين ولسوالۍ ته پاملرنه ډېره کړي، له بې ځايه شوو سره مرسته وکړي او په يو شمېر سيمو کې عمليات ترسره کړي.

د سيمې يو شمېر نور اوسېدونکي بيا غواړي چې حکومت په ياده سيمه کې پراخ عمليات ترسره کړي او تر هغې وروسته د ښې حکتوالۍ د رامنځ ته کولو لپاره لا ښه زمينه برابره کړي.

له دې ټولو سره سره د شينوارو د نورو سيمو تر څنګ داعش په اچين کې د جګړو له پيله اوس ډېر پياوړي ښودل کېږي.

ځايي خلک او ولسوال مني، چې داعش په ياده سيمه کې درې زندانونه لري او په يو شمېر سيمو واکمن دي.

خو دا پوښتنه تر اوسه بې ځوابه پاتې ده چې رښتيا هم داعش ملکي وګړي په نښه کوي او وېره خپروي که نه وژل کېدونکي کسان د دوی مخالف وسله وال طالبان دي.

داعش هم تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د ننګرهار امنيتي چارواکو ويلي وو چې ډېر ژر په په شينوارو زون کې د داعش وسله والو په لټه پوځي عمليات پيل کړي خو تر اوسه لا دا نېټه دقيقه نه ده.