پل علم،ميمنه(پژواک،٢٥وږى٩٤): جاپان د لوګر ولايت د فوايد عامې له رياست سره د واورې پاکولو او د سړکونو د هوارولو په موخه د څلورو موټرو او يوې فرانسوۍ موسسې د فارياب له کرنې رياست سره د څلورو تراکټورونو مرسته وکړه.
د لوګر د فوايد عامې رياست مشر عبدالولي ستانکزي د وږي په ٢٥مه د يادو موټرو د تسلمېدو په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې موټرو کې سکواټور، لوډر، ګريډر او يو ډمپر شامل دي.
هغه زياته کړه چې دغه موټر د جاپان هيواد له خوا په ٤٧٠ زره امريکايې ډالرو پيرل شوي او د لوګر د فوايد عامې رياست ته ورکول شول.
ده وويل: ((له دې موټرو څخه به موږ له سړکونو د وارې په پاکولو او د نورو سړکونو په هوارولو کې کار اخلو.))
ستانکزى وايي چې تر دې وړاندې د لوګر د فوايدعامې رياست دغه شان پرمختللي وسايل نه درلودل.
دغه راز په ياده غونډه کې د لوګر والي محمد حليم فدايي له جاپان څخه مننه وکړه چې په وړيا ډول يې د لوګر د فوايد عامې له رياست سره ياده مرسته وکړه.
هغه زياته کړه : (( اوس نو بايد زموږ د فوايد عامې رياست په ښه توګه د دې وسايلو ساتنه وکړي ځکه دا ملي شتمني ده.))
د فدايي په وينا ، د فوايد عامې رياست اوس کولى شي د سړکونو د پاکولو او هوارولو په برخه کې د لوګر خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.
لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې د ژمي په موسم کې يې پر سړکونو واورې پرتې وي، چې له امله يې ډيرى وخت ترافيکي پېښې رامنځته کيږي.
له بلې خوا نن دفارياب ولايت له کرنې او مالدارۍ رياست سره د اکټيد ACTED فرانسوۍ موسسې له لوري د تراکټورونو مرسته هم وشوه.
د فارياب دکرنې او مالدارۍ رييس اسد الله بهار پژواک ته وويل، چې د دغو څلورو تراکټورونو ټوليز ارزښت٥٢ زره ډالره دى، چې د بديل معيشت د پروګرام له لارې د بلچراغ،کوهستان،ګرزيوان اوقيصار ولسواليو کرنيزو کوپراتيفونو ته ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه: (( دغه وسايل د کرنې د ميکانيزه کولو او کرنيزو محصولاتو زياتوالي په برخه کې اغېزمن دي.))
د بلچراغ يوتن کروندګر محمد امين وويل: (( موږ پخوا يو درمند غنم په لسو ورځو کې د غويو په واسطه ميده کول ، خو اوس يې په پنځه ساعته کې پاکوو.))
خودغه کروندګر وايي، چې يواځې يوه تراکټور بسنه نه کوي، دولت بايد د کرنې د ميکانيزه کولو په موخه دوى ته نورې کرنيزې وسيلې هم ورکړي.
اکټيد يوه فرانسوۍ غير دولتي موسسه ده، چې په فارياب کې د بيارغونې او کرنې په برخو کې فعاليت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










