منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” يو شمېر زورواکي د هلمند د پوهنې رياست چارو کې لاسوهنه کوي”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ وږی۹۴): د هلمند د پوهنې رييس وايي، يو شمېر زورواکي د پوهنې رياست په چارو کې لاسوهنه کوي او په دې برخه کې يې کار کولو ته نه پرېږدي.

د دې ولايت د پوهنې مشر عبدالمتين جعفر د وږي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، ځينې زورواکي د امتياز ترلاسه کولو په موخه بې ځايه فشارونه پرې واردوي.

نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي، زياته کړه، په دې کسانو کې د ملي شورا غړي او نور سيمه ييز چارواکي شامل دي.

هغه وايي: ((يو شمېر کسان دي چې ولسي جرګې ته د تلو په موخه پر ما فشارونه راوړي، ترڅو په دې رياست کې مديريتونه او نور لوړ پوستونه ترلاسه کړي.))

د ده په وينا، دغه کسان هېڅ ډول اسناد په لاس کې نه لري، خو د ده پر خلاف يې په پوهنې وزارت کې شکايتونه ثبت کړي دي.

جعفر وويل: ((اوس مداخلې دومره ډېرې شوې دي، چې لاره يې راڅخه ورکه کړې، خپل اصلي وظايف راڅخه  پاتې دي؛ خو دغو خلکو ته چلنج ورکوم، چې په دې رياست کې به فساد پيدا نه کړي او د خپلو موخو رسېدو ته يې هم نه پرېږدم.))

نوموړى وايي، د پوهنې وزارت هلمند ولايت ته سږکال د تېر کال په پرتله ٦٤ ميليونه افغانۍ کمه بوديجه ورکړې ده.

د هلمند د پوهنې رييس د معلوماتو له مخې، تېرکال د پوهنې وزارت له لوري هلمند ولايت ته ٣٤٧ ميليونه افغانۍ بوديجه ورکړل شوې وه، خو سږکال دغه بوديجه ٢٨٣ ميليونو افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

خو جعفر زياتوي: ((دغو کړيو، اوس پر ما تور پورې کړى، چې ګواګې دغه پيسې ما خپل جيب کې اچولې دي.))

د ده په خبره، يادې ستونزې يې د پوهنې له وزارت او سيمه ييزې ادارې سره شريکې کړي او هغوى هم ورسره د دې ستونزې د هواري په برخه کې ژمنې کړې دي.

په هلمند ولايت کې له ٣٨٥ ښوونځيو څخه ٢٤٧ يې فعال دي، چې کابو ١٩٣زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي. دغه راز په دې ولايت کې ١٤٠ ښوونځي ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه