مهترلام (پژواک، ۲۵ وږی ۹۴) : د لغمان ولايت په مرکز کې د نږدې نهو کيلو متره سړک د جوړولو چارې د وږي په ٢٥مه، پيل شوې.
ددې سړک د پرانيستې په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ، قومي مشرانو او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
والي عبدالجبار نعيمي د سړک پر اهميت او ارزښت رڼا واچوله او د لغمان له ولسونو او قومونو څخه يې وغوښتل چې له خپل انتخابي حکومت څخه په هره برخه کې ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې دغه سړک ٨،٨ کيلومتره اوږدوالى او ٨ متره سور لري او د مهترلام د عمرزيو په سيمه کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
د نوموړي په وينا، پر دې سړک ١٠٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د فوايد عامې وزارت له خوا ورکول کېږي او د نهو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د يادې سيمې يوتن اوسېدونکي او قومي مشر حاجي شيرېن اغا پژواک ته وويل چې دوی له خپل دولت څخه خوشحاله دي چې د دوی د سړک د پخېدو چارې يې پيل کړې.
هغه له دولت او رغونکي شرکت څخه وغوښتل چې په خپلو چاروکې له صداقت څخه کار واخلي او سړک په ښه کيفيت سره جوړ کړي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










