منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” له سولې سره يوځاى شوو کسانو ناکاره وسلې له ځان سره راوړې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

  فيروزکوه ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): په غور ولايت کې دوو وسله والو ډلو له جګړو څخه لاس واخيست؛ خو يو شمېر خلکو بيا د  يادو کسانو يو قوماندان په وژنو او جنايتونو تورن کړ او د هغه د نيولو غوښتنه يې وکړه.

دا دوه ډلې چې شمېر يې ٥٠ کسانو ته رسېږي، نن په دولينه ولسوالۍ کې د ملاخداى رحم او ارباب عبدالصمد په ډلمشرۍ د سولې له بهيرسره يوځاى شوې.

 د غور ولايت مرستيال محمد امين توخي د هغوى د يوځاى کېدو په مراسمو کې وويل، چې ځينې وسله وال مخالفين د پاکستان استخباراتي سازمان "ISI" په ګډون د ځينو پرديو له خوا غولېدلي او له ټولو وسله والو مخالفينو غواړم چې له جګړو لاس په سر شي او د سولې غږ ته لبيک ووايي.

توخي، د دولينه ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت کې د يادو دوو وسله والو ډلو يوځاى کېدل ګټور وبلل او له هغوى سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

 ارباب صمد وويل :"  موږ د خپلمنځي اختلافاتو له کبله، له هغو کسانو سره چې دولت ورته امتياز ورکړى و، له دولت سره په مخالفت کې وو؛ خو اوس د سولې عالي شورا او ملي امنيت په غوښتنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوو."

دې ډلمشر وويل، چې دولت بايد عدالت ټينګ  او له ټولو يو ځاى شوو کسانو سره ورته چلند وکړي.

 خو د دولينه ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي، په غور کې د مدني ټولنې دفتر مخ ته راغونډ شوي وو او يو شمېر يوځاى شوي کسان يې قاتلان او جنايتکاران بلل.

 د هغوى له ډلې د عبدالکريم اطمينان په نوم يو تن ادعا وکړه،چې خداى رحم د نشه يي توکو قاچاق وړونکى دى او د دولينه ځينو اوسېدونکو کورونه يې هم سوځولي، پر خلکو يې ظلمونه کړي، سربيره له دې دوه مياشتې وړاندې يې له نشه يي توکو سره د مبارزې څلور پوليس هم ټپيان کړي وو.

هغه سره د څارنوالۍ په حکم اسناد چې له سولې سره د يوځاى شوي ډلمشر د مجرميت اثبات يې کاوه موجود وو  او ويې ويل: له دې امله چې د سولې عالي شورا دا وښيي چې لاس ته راوړنه لري ، دا ډول مجرم کسان د سولې له بهير سره د يوځاى شوو کسانو په توګه معرفي کوي په داسې حال کې چې دا کسان بايد تر نيولو وروسته مجازات شي."

خو د غور د سولې عالي شورا مشر کمال الدين مودودي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا ٥٠ کسان د ملي امنيت له لوري راغلي وو او هېڅکله د سولې عالي شورا له مجرمينوڅخه دفاع نه کوي.

 مودودي زياته کړه، که د يوځاى شوو کسانو په منځ کې غيرمطلوب کسان وي، محکمه د پرېکړې واک لري.

د غور ملي امنيت رياست په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د غور امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى محسني وويل،چې يوځاى شوو کسانو ٤٧ ميله ناکاره او زړې وسلې له ځانونو سره راوړې دي.

 نوموړي زياته کړه چې په دې وسلو کې  کلاشينکوف، ماشيندار، پپشه او اته ماينونه شامل دي.

امنيه قوماندان وويل،چې د چا جرم نه بښل کېږي؛ خو هغوى داسې وسلې له ځانونو سره راوړي چې د استفادې وړ نه دي.

د يادونې ده چې غور ولايت کې شاوخوا ٢٦٠٠ وسله وال مخالفين شتون لري او د سولې بهير له پيل راهيسې (١٣٨٩) کال  تر اوسه، څه د پاسه ٥٠٠ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه