تخار کې د کبانو د نسل وژنې نوې لړۍ پیل شوې
تالقان (پژواک، ۳ تله ٩٤): د تخار د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې د دغه ولایت په سیندونو کې د کبانو د نسل وژنې نوې لړۍ پېل شوې، چې دوام یې د کبانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ کولی شي.
په دغه ولایت کې د چاپیریال سانتې رییس سید ناصر محجوب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د مرکز تالقانو په ګډون په فرخار، ورسج، دشت کلا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې، زورواکي، غيرمسوول قوماندانان او یو شمېر پولیس هم د کبانو په ډله ییز ښکار کې لوی لاس لري.
هغه وايي: "کوکچه، آمو او فرخار د تخار له هغو سیندونو څخه دي چې ډېر کبان لري، خو په دې وروستیو کې یې بې رحمانه ښکار پیل شوی چې په ډله ییزه توګه یې نیسي، د دشت کلا په عرب کاکل سیمه کې یو شمېر زورواکان د قایقو په مرسته ۱۷۰ متره جال سیند ته ښکته کوي او په زرګونو کیلو کبان نیسي او په ځينو سیمو کې په سیند کې بمونه غورځوي."
محجوب وايي د لویو جالونو، بمونو او د جنراتورونو په مټ کبان نیول، د کبانو د نسل وژنې په مانا دي ځکه چې لوى او واړه کبان ټول له منځه وړي.
دى وايي، په ولایت کې یو شمېر جوړ شوي د اوبو او برېښنا بندونه هم د کبانو په نسل وژنه کې لوی لاس لري.
هغه زياتوي: " د ورسج ولسوالۍ په میان شهر سیمه کې د اوبواو برښنا یو لوی بند جوړ شوی چې کبان یو وارې لاندې خوا ته راشي بیا نه شي کولی چې له بند څخه ها خوا واوړي، ددغه بند جوړښت د کبانو د تګ راتګ مخه نیسي، د کنابو د نسل د ډېرېدو مخنیوی کوي او بل دا چې د اوبو او برېښنا په لویو او وړو بندونو کې چې کله کبان توربین ته ورځي تکه تکه کېږي."
د تخار د چاپیریال ساتنې ادارې مشر وايي چې د اوبو بندونو د جوړېدو په وخت کې د کبانو تګ راتګ ته مناسبې لارې نه دي پرېښودل شوي چې ورڅخه په اسانۍ تګ راتګ وکړي او زيان ورته ونه رسي.
د دشت کلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی شرافت الله وايي چې د یادې ولسوالۍ د عادي وګړو له لوري د چنګک او د زورواکانو له لوري د تور، لويو جالونو، بمونو او د جنراتورونو په مټ کبان نیول کېږي چې ورسره د کبانو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وايي: "پولیس عادي وګړي نه پرېږدي چې کبان ونیسي خو زورواکانو سره مرسته هم کوي، دغه زورواکان په سیندونو کې بمونه غورځوي چې د لويو او وړو کبانو تر څنګ د هغوی خونې هم له منځه ځي، په امو سیند کې کبان د پخوا په پرتله کم شوي دي. "
په همدې مهال بیا د تخار سرپرست والي عبداللطیف ابراهیمي هم وايي چې یو شمېر دولتي کسان، نامسوول قوماندانان او پولیس د کبانو په ناقانونه ښکار کې لوی لاس لري؛ خو زیاتوي هڅه کوي چې ډېر ژر به دغه کسان وپېژني او قانوني چلند به ور سره وکړي.
والي وايي چې سیمه ییز چارواکي په دې برخه کې ناغېړي کوي او چاپیریال ساتنې ته پام نه کوي.
هغه زياته کړه: " د سیمه ییزو چارواکو کمزورتیا ده چې د کبانو نسل د ورکېدو له خطر سره مخ شوی، همدغه مسئله ده چې له شلو ورځو را پدیخوا د اصلاحاتو په لټه کې یم، موږ د دغو کسانو په لټه کې هم یو، باید ونیول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي. "
که څه هم په افغانستان کې تر دې دمه د ښکار قانون نه دی جوړ شوی؛ خو د ولسمشر او وزیرانو شورا له لوري فرمانونه او پرېکړه لیکونه صادر شوي ، چې له مخې یې هرډول ښکار ناقانونه چاره بلل شوې ده.
د تخار د چاپیریال ساتنې اداره وايي که دغه فرمانونه او پرېکړه لیکونه پلي نه شي، شونې ده چې په نږدې راتلونکو کلونو کې به د کبانو نسل د ورکېدو له جدي خطر سره مخ شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










