منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۱ کتنې

 

خوست ښار ( پژواک،۳تله ٩٤ ) : لوستونکي او د چاپي خپرونو مسوولين وايي، چې د مطالعې د کلتور د پياوړتيا له امله په خوست کې چاپي رسنۍ د ودې په حال کې دي.

دا مهال په دې ولايت کې په مختلفو نومونو شل چاپي خپرونې چې مجلې، اوونيزې او مهالنۍ په کې شاملې دي،په سياسي،فرهنګي،اجتماعي، روغتيايي،سپورټي او نورو برخو کې مطالب خپروي.

په تېره څه باندې يوه لسيزه کې په خوست ولايت کې لسګونو چاپي مطبوعاتو فعاليت کړی، خو تر لنډ مهال وروسته د اقتصادي او تخنيکي ستونزو پر اساس زياتره دغه مطبوعات له چاپه لوېدلي دي.

خو ليکوال او ژورنالېست محمد زمان نظري پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په خوست کې چاپي مطبوعات يو ځل بيا د ودې په حال کې لېدل کېږي.

هغه زياته کړه، له تېرو چاپي مطبوعاتو سره يې توپير دا يادېږي، چې مخکې يې مالي لګښت مرستندويه او خيريه موسسو ورکاوه، خو اوس د پلور او پېر له امله تر ډېره بريده پر ځان بسيا دي.

دى وايي : ” ورځ په ورځ د مجلو او نورو چاپي خپرونو بازار پرمختګ کوي. دا ځکه، چې له يوې خوا د خپرونو کيفيت ښه شوی او له بلې خوا لوستونکي زيات شوي.‟

په دې ولايت کې د تړون په نوم د اوونيزې مسوول مدير سپين روان نورزی بيا وايي، چې اوسني چاپي مطبوعات د پخوانيو هغو په پرتله د مطالبو د کيفيت له پلوه يو څه پياوړي ښکاري.

روان نورزي زياته کړه، د دې لپاره چې چاپي خپرونه يې زيات لوستونکي ولري، مطالبو ته په کې د خپرېدو لومړيتوب ورکوي، چې د خلکو بنسټيزې اړتياوې په کې بيان شوې وي.

هغه زياته کړه: ”هره ورځ يوه ګڼه له بلې ګڼې څخه ډيره خرڅيږي، په ښارکې يې اخيستونکي پيداشوي د خوست خلکو د مطبوعاتوله لوستلو سره عادت کړی او د خپل ذوق نوي چاپ کېدونکي مطبوعات لولي.‟

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسوولينو وغوښتل، چې ټول چاپي مطبوعات وخت ناوخته وڅاري او د کيفيت پر ښه کېدو يې ټينګار وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدامين شاه الفت له پژواک اژانس سره په خبرو کې د چاپي مطبوعاتو وده او پراختيا په ټولنه کې د مطالعې کلتور د پياوړتيا څرګنده نښه وبلله.

نوموړي وويل، هڅه کوي، ټولې چاپي خپرونې وڅاري او د مطالبو د څرنګوالي په برخه کې يې له مسوولينو سره پرله پسې ناستې ولري.

” دلته د باسواده ځوانانو شمېر زيات شوی. موږ د همدې ټولنې باسواده کسان هڅولي، چې د مطبوعاتو په برخه کې کار وکړي او لوستونکو ته اړين مطالب برابر او خپاره کړي.‟

کارپوهان په دې نظر دي، چې د مطبوعاتو د کارکوونکو مسلکي توب، کافي تجربه او د معيار پربنسټ د اړتيا وړ مطالبو خپرول، د يوې چاپي رسنۍ د پرمختګ او بريا لاملونه بلل کېږي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه