منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند تړل شوي ښوونځي بېرته فعالېږي

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

لښکرګا (پژواک، ٣٠ وږى ۹۴): د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي  وايي، په موسی کلا  ولسوالۍ  کې طالبانو هغه ښوونکي ګواښلي چې ښوونځيو ته  له تلو او زده کوونکو ته د درس له ورکولو يې ډډه کوله.

د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالمتین جعفر پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د هلمند په شمالي ولسوالیو کې يې ځیني ښوونځي د روانو نا امنیو له امله بې برخلیک پاتې دي.

هغه زياته کړه: ((له موسى کلا ولسوالۍ نه ماته زما پرسونل خبر راکړ چې طالبان د پوهنې بهير پر وړاندې ګواښ نه دى؛ ځکه ځينو طالبانو استادان ګواښلي چې د ښوونځيو دروازې پرانيزي او زده کوونکو ته زده کړې ورکړي.))

جعفر وايي: ((د طالبانو له دې کار نه زه ډېر خوښ يم خو يواځې د نا امنيو له امله زموږ ښوونکي او شاګردان په ځينو سيمو کې  نه شي کولاى ښوونځيو ته ولاړ شي.))

ده وويل چې په دې وروستيو کې د يو شمېر تړل شوو ښوونځيو دروازې يې د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او د نورو د پرانيستلو هلې ځلې يې روانې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په موسى کلا ولسوالۍ کې ١٦، په کجکي ٦، په سنګين کې ١٢ او په نوزاد ولسوالۍ کې دوه ښوونځي شتون لري چې ځيني يې د نا امنيو له امله تړل شوي دي.

جعفر دا هم وويل چې څو ورځې وړاندې په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي درسي توکي، مېزونه او څوکۍ غلا شوي خو دا کار طالبانو نه دى کړى.

دغه راز د هلمند والي ميرزاخان رحيمي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تړل شوو ښوونځيو د خلاصون په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

والي  په دې اړه  چې ايا  طالبان د پوهنې له بهیر سره مرسته کوي او که يې پر وړاندي خنډونه  جوړوي؟ څه ونه ويل، خو زیاته یې کړه: ((د پوهنې له  ریاست سره باید هر څوک مرسته وکړي.))

هغه وويل: ((زه هڅه کوم چې په هلمند کې ټولو ښوونځيو ته لاسرسى ولري.))

خو د سنګین د پوهنې مدیر معلم عبدالله جان  پژواک ته وویل چې د نا امنيو له امله زده کوونکو او ښوونکي نه شي کولاى په دوامداره توګه ښوونځيو ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې د نا امنۍ ستونزې نه وي، طالبان د زده کړو پر وړاندې خنډ نه دي.))

 نوموړي د پوهني ریاست له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې تړل شوي ښوونځي خلاص کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سنګين کې له ١٢ ښوونځيو څخه يواځې ٤ يې د زده کوونکو پر مخ خلاص دي.

دغه راز د موسی کلا ولسوالۍ قومي مشر حاجي جانان هم پژواک ته وویل چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نه ده جوړه کړې.

هغه وويل: ((ستونزه خپله د پوهنې ریاست له خوا جوړه شوې، کوم مسوولین یا ښوونکي چې يې پر دندو ګومارلي دي، سم فعالیت نه  شي کولی؛ ځکه چې مسلکي نه دي.))

په هلمند کې ٣٨٥ ښوونځيو دي چې د هغو له ډلې ٢٤٧ يې فعال دي چې ١٩٣ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي او ١٤٠ ښوونځي يې ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه