کابل ( پژواک، ۳تله ٩٤ ): يو متقاعد صاحب منصب وايي،چې خپل خوږ عمر يې له هېواد څخه ددفاع په سنګر کې تېر کړ او په دې لار کې يې دوه پښې له لاسه ورکړي؛خو دولت د هغه او نورو ډېرو معلولينو ژوند ته پاملرنه نه ده کړې.
عبدالوهاب اڅکزى چې له بدې ورځې کابل ښار کې ترکاري پلوري له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې ژوند په بې وزلۍ اوتنګسيا تيروي او بل کار يې له وسه پوره نه دى.
نوموړي زياته کړه، ١٣٦٦ کال کې يې د ملي اردو په ليکو کې دنده تر سره کوله ،چې دوه پښې يې د ماين چاودنې له امله له لاسه ورکړې او له معلوليت څخه وروسته ميرمن يې هم له ژوند سره مخه ښه وکړه.
دا تقاعد شوى افسر چې پر ولچر( د معلولو او معيوبو کسانو لپاره مخصوص بايسکل) باندې ناست و او ټول ژوند د خپلو دوو لاسونو پوروړى بولي، زياتوي، ماشومان يې چې ټول د لږ عمر وو، په ډيرو ستونزو يې له پلار سره د ژوند په چارو کې مرسته کوله.
اڅکزي په خواشينۍ وويل چې ډېر ځله د خپلو ماشومانو له اوږو پر ځمکه لوېدلى دى او رنځ يې ګاللى ده، د بې وزلۍ او لوږې ډېرې ورځې يې تېرې کړي؛ خو چا د انسانيت له مخې هم پر هغه دروازه نه ده پرانيستلې، څو لږترلږه له هغه سره خواخوږي وکړي.
دې معلول چې د ژوند ٥٣ کلونه يې په کړاونو او د ستونزو په ګاللوسره تېر کړي زياته کړه، چې اوس د ترکاري خرڅولو کراچۍ لري او زوى يې چې دا مهال ستر شوى له هغه سره همکاري کوي او دده لپاره ترکاري ښار ته لېږدوي ، پر کراچۍ يې ورته په منظم ډول ترتيبوي او مازديګر پورې يې چې زوى بېرته د هغه د وړلو لپاره راځي، له سلو تر دوه سوو افغانيو پورې ګټي.
هغه چې د چهلستون په پډوله دښته کې له خپلو دوو لوڼو او يو زوى سره ژوند کوي، وويل چې کاشکې يې مېرمنه ژوندۍ واى، څو کړاو يې يوه اندازه کم شوى واى؛ خو اوس يې ټول ربړونه د درېيو اولادونو پراوږو دي چې د هغوى په رواني حالت يې اغېز کړى دى.
دې تقاعد شوي افسر چې ترخه مسکا يې پر شونډو خپره شوه ، زياته کړه چې زړه يې له ژوند نه موړ دى، که د اولادونو لپاره يې نه وي چې د مور له مينې هم بې برخې دي، خپل ژوند ته چې هره شيبه يې زنکدن دى د پاى ټکى اېښوده.
د اڅکزي له درد نه ډکې سترګې چې د ټولو کيسو او غمونو ښکارندوى دي؛ په داسې حال کې چې له سينې څخه يې سوړ اسويلې وکړ، وويل : " دا نيم ځانه ژوند څه کوم؟ کاشکې وژل شوى وم يوځل به ارامه شوى وم!"
هغه چې په لار روانو کسانو ته يې په ناهيلۍ کتل، زياته کړه چې کاشکې کې يې د بدن بل غړى له لاسه ورکړى واى او څومره چې اوس محتاج دى دا ډول به نه و.
دا معلول چې د جګړو تجربه لري پر جګړه او جګړه مارانو يې لعنت وکړ او ويې ويل :" زه د دولت سرتېرى وم، زړه مې په هغه چا سوځېږي چې بې له ګناه د ځانمرګيو بريدونو ښکار کېږي ، معلول او يا وژل کېږي."
نوموړي يو ځل بيا سوړ اسويلى وکړ او د پوښتنې په ډول يې وويل، چې داسې ورځ به راشي چې افغانستان ارام شي، خلک په خوشحاله زړه اختر او د خوشحالۍ ورځې و نمانځي؛ ايا هغه به ژوندى وي چې خلک وګوري بېرته هېواد ته راستانه شي او ارامه ژوند وکړي؟
د جګړې ياد قرباني له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه وکړه چې خپلې وسلې پرځمکه کېږدي او د سولې له بهير سره يوځاى شي، هغه په دې باور دى چې د څه باندې درېيو لسيزو جګړوله امله، ويجاړۍ، وژنې او معلوليتونه رامنځ ته شوي دي.
اڅکزي پر دولت نيوکه وکړه،چې د ژوند خوږې شېبې يې له هېواد څخه ددفاع په سنګر کې تېرې کړې دي او کله يې چې دواړه پښې له لاسه ورکړې دولت د هغه او نورو ډېرو معلولينو وضعيت ته پام نه دى کړى ، اړ دى څو له بدې ورځې ترکاري خرڅه کړي او يو مړۍ حلاله ډوډۍ ځان او اولاد ته ترلاسه کړي.
معلول او معيوب کسان مدام؛ له لږ معاش،وزګارتيا او د ټولنې ځينو کسانو له لوري دوى ته په سپکه سترګه کتلو څخه ځورېږي او له دولت څخه غواړي چې د هغوى ستونزو ته د حل لار ومومي.
د ولسي جرګې د معلولينو، معيوبينو او شهيدانو د وارثانو کمېسيون د شمېرو له مخې، په هېواد کې څه باندې ٨٠٠ زره معيوب او معلول کسان ژوند کوي،چې ٤١سلنه يې ښځې دي؛ خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت وايي چې له دې ډلې څخه يواځې ١٢٠ زره تنه يې له دې وزارت سره ثبت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










