منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

کندهار (پژواک، ٥ تله ٩٤): په کندهار کې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د نه پاملرنې او ځينو نورو ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى.

د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون دوه کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير سلمان خورشيد له خوا په کندهار کې پرانيستل شو.

هغه مهال ويل کېدل چې د هندوستان هېواد په مرسته جوړ شوى دغه پوهنتون به د کرنې او ټکنالوجۍ په برخه کې د هېواد په کچه ملي پوهنتون وي چې محصلين به په کې له بهرنيو او کورنيو استادانو څخه د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.

د دغه پوهنتون له پرانيستل کېدو دوه کلونه تېرېږي، خو تر دې مهاله يې اداري چارې بې سرپرسته پاتې دي، د لوړو زده کړو وزارت هېڅ پاملرنه نه ورته کوي، کتابتون او لابراتوار نه لري او تر دې مهاله ورته يوازې ٢١تنه محصلين جذب شوي دي.

د همدې پوهنتون يوه محصل نثار احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په پيل کې د کندهار پخوانى والي ډاکتر توريالى ويسا د دغه پوهنتون رييس وټاکل شو، خو دا چې هغه په ولايتي چارو کې ډېر بوخت وو، کله کله به يې د پوهنتون له چارو ليدنه کوله، خو ځانګړې پاملرنه يې ورته و نه کړه.

هغه زياتوي، څو مياشتې وړاندې چې ويسا د ولايت له دندې ګوښه او پر ځاى يې بل والي وټاکل شو، نو ويل کېدل چې د پوهنتون د رييس په توګه به هغه اوس وکولاى شي چې د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون ته لا ډېره پاملرنه وکړي او اړوندې چارې به سمبال کړي.

خو دى وايي، له هغې ورځې ويسا تللى بيا يې په دې پوهنتون هيڅ سر نه دى ګرځولى او دغه پوهنتون له سختو اداري ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

ده وويل: ((ډاکټر توريالى ويسا له دندې څخه تر ګوښه کېدو وروسته دوې- درې مياشتې په کابل کې و او ورسته کاناډا ته لاړ او پوهنتون يې همداسې بې سرپرسته پرېښود.))

دغه محصل دغه راز وويل، اصلي ستونزه دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت هم دغه پوهنتون ته پاملرنه نه کوي او په دې موده کې يې نه يادېږي چې ان د دغه وزارت يو عادي مامور دې هم د پوهنتون ليدو او د هغوى د ستونزو اورېدو ته راغلى وي.

نوموړي دغه راز وويل چې د رهبرۍ د نشتوالي او اړوند وزارت د نه پاملرنې له امله د پوهنتون د اداري کارکوونکو تر منځ ستونزې زېږولې او دغه پوهنتون يې د تړل کېدو پر بريد درولى دى.

هغه وويل، داسې ښکاري چې د پوهنتون ستونزو ته څوک پاملرنه نه کوي، ځکه خو په خپله له ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون- چې د هېواد ستر علمي ارزښت دى- له تړل کېدو وژغوري او ستونزې يې هوارې کړي.

د عصمت الله په نوم يو بل محصل هم ورته شکايت کوي او وايي چې د مشرتابه د نشتوالي له امله د دغه پوهنتون فعاليت سخت ټکنى دى.

هغه زياته کړه، د دغه پوهنتون له پرانيستل کېدو دوه کلونه تېرېږي، خو په دې موده کې يوازې ٢١ تنه محصلين جذب شوي او وروسته دغه لړۍ په ټپه درېدلې ده.

نوموړي وويل: ((د کندهار پخوانى والي چې د دغه پوهنتون رييس ټاکل شوى و، يوه ورځ هم خپله دنده تر سره نه کړه او ټولې چارې د پوهنتون د علمي مرستيال ډاکټر روښان ولسمل له خوا پر مخ وړل کېدې، خو په دې وروستيو کې ولسمل د ولسمشر له خوا د کندهار د ښاروال په توګه ټاکل شوى، چې د هغه په تلو سره د مشرتابه او ادارې ستونزه نوره هم ډېره شي.))

دى وايي اصلي ستونزه د لوړو زده کړو په وزارت کې ده، چې نه غواړي دغه پوهنتون په کندهار کې وي، ځکه خو يې ستونزو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.

د ده په خبره، په داسې حال کې چې په دې پوهنتون کې د هېواد په کچه د ماسټرۍ او دکتورا زده کړې کېږي، تر اوسه کتابتون او لابراتوار نه لري، چې دا دلته په زده کړو د بوختو محصلينو لپاره لويه ستونزه ده.

هغه زياته کړه: ((د پوهنتون کتابتون د زده کړې د يوه کورس په کچه هم نه دى، په دې کتابتون کې پنځه يا شپږ سوه کتابونه شته چې له محصلينو سره د ماسټرۍ او دکتورا په زده کړو کې هيڅ مرسته نه شي کولاى.))

د دغه پوهنتون يوه اداري مسوول چې د ځينې اداري ستونزو له امله يې د نوم له خپرېدو معذرت وغوښت، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې دغه پوهنتون رښتيا هم د ستونز له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دى.

دغې سرچينې وويل، د دغه پوهنتون د جوړېدو ژمنه په ٢٠١١ زېږديز کال کې د هندوستان پخواني لومړي وزير من موهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې وه او هغه مهال ويل کېدل چې دا به د هندوستان د هغو ٥٠٠ ميليونه ډالرو مرستې يوه برخه وي له دغه هېواد سره يې کوي.

ده زياته کړه، دغه راز ژمنه شوې وه چې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون بشپړ تاسيسات به د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي، خو تر هغه مهاله به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کوي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.

خو دى وايي، دا دى کلونه وشول چې د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې نه دي پيل شوې.

سرچينې د دغه پوهنتون د ارزښت په اړه وويل، د کرنې د ودې په برخه کې (څېړنه، ترويج او ښوونه) هغه درې اساسات دي چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه يې په اقتصادي ډګر کې پر ځان بسيا کړي دي.

د ده په خبره، دغه هدف ته د رسېدو لپاره د ټول هېواد هيلې په کندهار کې پيل کېدونکي همدې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته وې.

هغه زياته کړه، د څېړنې، ترويج او ښوونې د فورمول پر بنسټ لومړى پر کرنيزو تخمونو څېړنه کېږي، وروسته يې د ترويج لپاره هلې ځلې کېږي، وروسته محصلينو ته تدريسېږي او په دې توګه دغه چاره تر کروندګرو غځېږي او په پايله کې يې په کرنيز سکټور کې بنسټيز ګامونه اخيستل کېږي.

دى وايي، په نړۍ کې چې کومو هېوادونو دغه مثلث عملي کړى، نو نه يوازې يې د کرنې په برخه کې خپل هېوادونه پر ځان بسيا کړي، بلکې د نورو هېوادونو اړتياوې يې هم پوره کړې دي.

د سرچينې په وينا هغه مهال ژمنه شوې وه چې په دغه پوهنتون کې به د مالدارۍ، د نباتاتو د ساتنې، د زراعتي اقتصاد، ترويج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړېږي او د هېواد په کچه به په کې د زراعت له پوهنځيو څخه فارغو شوو محصلينو ته ماسټرۍ او پي ايچ ډي په کچه تدريس پيل کېږي.

خو ده وويل چې اصلي ستونزه د لوړو زده کړو په وزارت کې ده چې دغه پوهنتون ته توجه نه کوي، که نه نو هندوستان هېواد ورسره خپلې مرستې روانې ساتلې دي.

 

ده وويل، تر دې مهاله د ياد پوهنتون د لومړۍ دورې شاوخوا ٢١ تنه محصلينو په نوي ډيلي کې د "اى اې ار اى" په نوم د هند د کرنيزو خدمتونو په انسټيټيوټ کې د شپږو مياشتو په ترڅ کې لومړى پړاو زده کړې تر سره کړي دي.

خو دى وايي چې اصلي ستونزه د دغه پوهنتون لپاره د مشرتابه نشتوالى دى، چې بايد پاملرنه ورته وشي او فعاليتونه يې ګړندي شي.

د نوموړي په وينا، په وار وار د دغه پوهنتون ستونزې د ولايتي ادارې سره هم شريکې شوې، خو هغوى هم ورته پاملرنه نه ده کړې.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک يادې شوې ستونزې مني او وايي ولايتي اداره به دغه ستونزې وڅېړې او د حل لپاره به يې اقدام وکړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى ارزښت دى او ولايتي اداره ژمنه ده چې دغه پوهنتون لکه څنګه چې ښايي هماغسې فعال وساتل شي.

د يادونې ده، پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغه پوهنتون د پرانيستل کېدو پر مهال ويلي وو چې د دغه پوهنتون له لارې به هېواد د کرنې په برخه کې نه يوازې په خپل ځان بسيا شي، بلکې د صارداتو په يو لوى مرکز به بدل شي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه