منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سمير نبي له نړيوالو د افغان ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ٥ تله ٩٤): احمد سمير نبي د افغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو په استازيتوب د ملګرو ملتونو په اويايمه کلنۍ غونډه کې له نړيوالو وغوښتل څو له افغان ماشومانو سره د هغوى د ستونزو په برخه کې مرسته وکړي.

احمد سمير نبي د کابل ښار په يو خصوصي ښوونځي کې د اووم ټولګي زده کوونکى دى، په ٢٠٠ ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې چې له ماشومانو څخه د ملاتړ امريکايي دفتر Save the) Children USA له لوري ترې ازموينه واخيستل شوه، د ملګرو ملتونو غونډې لپاره د بدلون   ځوان استازي (Agent of change) او د افغانستان  تنکيو ځوانانو د نماينده  په توګه  غوره شو.

سمير په ياده غونډه کې پر نړيوالو او د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ څو افغان ماشومان يواځې پرې نه ږدي او له هغوى سره د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

نوموړي ستونزو ته، په ځانګړې توګه د افغان ماشومانو مرګ ژوبلې ته اشاره وکړه او ويې ويل: " موږ ماشومانو تر منځ پوله شتون نه لري، نو ولې موږ ماشومان له کړاوه ډک ژوند لرو، ځينو ماشومانو ته  ان خواړه نه برابرېږي او په ښوونځيو کې څوکۍ نه لري، د يوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره پر سړکونو درانه کارونه او يا سوال کوي."

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ له  پنځو کلونو د ټيټ عمر ماشومانو کې  په زرو کې سل يې مري، دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې په  زرو ماشومانو کې ٢٥٠ يې مړه کېدل.

سمير نبي د نيويارک په سفر کې،  په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له عمومي مشر هيلن کلارک، د ملګرو ملتونو عمومي مشر بانکي مون، د اروپا پارلمان له يو شمېر غړو او د بېلابېلو هېوادونو له ځينو لوړپوړو چارواکو سره تر ليدنې وروسته وويل چې افغان ماشومان د نړۍ د ډېرو ماشومانو په څېر  ژوند، تحصيل او  روغتيايي اړينو خدمتونو ته د لاسرسي حق لري.

د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله او يو شمېر نور افغان چارواکو هم له سمېر سره ليدنه وکړه.

عبدالله په دې ليدنه کې د بدلون لپاره د ځوان استازي په توګه د سمير ټاکنه او د افغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو په استازيتوب د ملګرو ملتونو په اويايمه کلنۍ غونډه کې د نوموړي  له ګډون څخه هرکلى وکړ او يادونه يې وکړه چې په دې غونډه کې د سمير ګډون دا مهال خورا مهم دى؛ ځکه په رښتينې توګه د افغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو ستونزې د نړيوالو غوږونو ته رسوي.

اجرايي مشر زياته کړه چې احمد سمير بايد له دې غونډې څخه زياتې لاسته راوړنې ولري او هڅه دې وکړي چې د نورې نړۍ له ځوانانو سره اړيکې پياوړې کړي، د هغوى له تجربو څخه ګټه واخلي او کله چې بېرته افغانستان ته ستون شي نو د دغه سفر تجربې دې له نورو ځوانانو سره شريکې کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه