ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د واليبال لوبې پر مهال چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۳۲ نور ټپیان دي

پکتیکا کې د واليبال لوبې پر مهال چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۳۲ نور ټپیان دي

author avatar
27 Sep 2015 - 20:22
پکتیکا کې د واليبال لوبې پر مهال چاودنې ۱۶ تنه وژلي او ۳۲ نور ټپیان دي
author avatar
27 Sep 2015 - 20:22

دویم تعقيب - ښرنه (پژواک ٥ تله ٩٤): د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالۍ کې د واليبال په لوبغالي کې د چاودنې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد شوي ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي خورشيد امان کټوازي، دتلې په ۵مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر په شاوخوا څلور بجو د دې ولسوالۍ په سيګانه کلي کې د واليبال په يوه ميدان کې چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، تر دې دمه د وژل شويو او ټپيانو کره شمېره په لاس کې نه لري، خو دمګړۍ دوى د زخميانو او مړو په لېږدولو بوخت دي.

خو د شهزاد په نوم يو تن چې په دې پېښه کې برسېرن ټپي شوى دى، پژواک ته وويل، دا پېښه د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې مخکې له مخکې په دې سيمه کې په ولاړ موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي وو.

د هغه په وينا، کله چې په لوبغالي کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه، نو چاودنه وشوه.

دى وايي، په دې پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي چې زياتره يې ماشومان دي او ۳۲ نور ټپيان دي، چې اوسمهال يې ټول د سيګانې جومات ته انتقال کړي دي.

یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې په دې پيښه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا پخوانى غړى عبدالغني پکتين بيا پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې شل تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي.

د پکتيکا امنيتي مسوولينو په دې اړه بيا له رسنيو سره معلومات شريک نه کړل.

خو يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې د واليبال يادې لوبې ته يو شمېر د ملي امنيت کارکوونکي هم ناست وو.

سرچينه کاږي، تر اوسه پورې د۶ شپږو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي، چې ټپيان دا مهال د مرکز ښرنې په ملکي روغتون او ځينې سخت يې د ملي دفاع وزارت د الوتکو له لارې پلازمېنې کابل ته لېږدول کېږي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې پيښه کې ۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.