منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ډنډغوري کې د دولت او سپين ږيرو ترمنځ هوکړه ليک د خلکو په ګټه دى”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۸۰ کتنې

پلخمري (پژواک ٥ تله ٩٤): د بغلان ولايت د ډنډغوري سيمې يو شمېر اوسېدونکو د سپين ږيرو او دولت ترمنځ هوکړه ليک په خپله ګټه بولي، خو ځينې نور وايي چې د هوکړه ليک ځينې مادې چې له يادې ډلې څخه يې د نورو سيمو د طالبانو ايستل دي، نه دي عملي شوې.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل په مشرۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ پنځه کسيز پلاوى، د وږي مياشتې په ١٢ مه نېټه بغلان ته لاړ او له لسو ورځو وروسته د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او ليدنو په درشل کې، د پلخمري ښار د ډنډغوري سيمو له مشرانو سره يو نه ماده يي هوکړه ليک لاسليک کړ.

په دغه هوکړه ليک کې راغلي، د بلاکونو له سيمې څخه نيولې د پلخمري-مزارشريف سړک په اوږدو کې تر چشمه شير پورې چې د ډنډغوري اړوند سيمه ده، بايد کوم پوځي بريد، جګړه او مزاحمت ونه شي، د دهنه غوري له لرخابي لارې هر ډول جګړه ييز او پوځي فعاليت منع دى او که چېرې د يادې لارې په اوږدو کې جګړه کېږي، نو د امنيتي پوستې له لارې به ورسره مرسته کېږي.

د هوکړه ليک په بله برخه کې راغلي، دولتي ارګانونه د سيمه ييزو سپين ږيرو له اجازې پرته نه شي کولى چې څوک زنداني او يا ونيسي او که څوک په سيمه کې ګډوډي رامنځته کړي، نو د سپين ږيرو له لوري به امنيتي بنسټونو ته تسليمېږي.

د هوکړه ليک په بله برخه کې راغلي، بېځايه شويو کسانو ته د بېرته راستنېدو زمينه برابره شي.

په دې وروستيو کې ډېرى هغه ٢٥٠ کورنۍ چې له ډنډغوري څخه د جګړې له امله د پلخمري وزيراباد او حسېن خېلو سيمو ته کډه شوې وې، يو ځل بيا خپلو کورونو ته راستنې شوې او د ياد هوکړه ليک لاسليک د ځان په ګټه بولي.

د ډنډغوري د ګودانونو سيمې اوسېدونکى عبدالحکيم وايي، د يوه نيمې مياشتې لپاره يې د وزير په يوه جومات کې ژوند کاوه چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ و، خو دوه ورځې کېږي چې يو ځل بيا خپل کور ته راستانه شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ وړوکى اختر په جګړه او نااراميو کې تېر کړ او خلکو د اختر لمونځ په لرې پرتو سيمو کې چې ارامې وې، وکړ، خو په لوى اختر کې ارامي وه او خلکو په خوشالۍ سره اختر تېر کړ."

دغه اوسېدونکى زياتوي، طالبان په سيمه کې فعاليت کوي او دوه پاټکونه يې د نوي ښار او د خواجه کلا په سيمو کې جوړ کړي او له بار وړونکو موټرونو محصول اخلي، خو خلکو ته کومه ستونزه نه راولاړوي.

د ډنډغوري د وردګو کلي اوسېدونکى محمد افضل وايي: "له کومې ورځې راهيسې چې هوکړه شوې، موږ فکر کوو چې له مور نوي پيدا شوي يو، تر اوسه پورې مو د يوې چاودنې او ډزو اواز هم نه دى اورېدلى او ټول خلک په خپلو کارونو بوخت دي."

د ډنډغوري د ګوهرګانو سيمې اوسېدونکى عبدالقادر هم وايي، امنيت ورته د حيات د اوبو په څېر دى، ځکه د يادې سيمې ډېرى اوسېدونکي کروندګر دي او په خپله هم چې يو بزګر دى، د سلو زرو افغانيو په ارزښت يې خربوزې او هندواڼې پېرلي دي.

ياد بزګر وويل چې جګړه د دې لامل کېده، چې دوى خپل حاصلات هم ټول نه کړل شي او هيله لري چې تلپاتې سوله راشي، طالبان له سيمې لاړ شي او دولت هم نور د توپونو ډزونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ګلاب منګل په مشرۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ لېږل شوى پلاوى وايي، د دهنه غوري ولسوالۍ په ډنډغوري سيمه کې د وروستيو دوو مياشتو جګړو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ٢٥ ملکيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د منګل د معلوماتو پر بنسټ، دغه مرګ ژوبله د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د جګړو له امله رامنځته شوې ده.

خو د ډنډغوري د پوستک بازار او غرو شاخ سيمې اوسېدونکي وايي، د هوکړه ليک ځينې موارد چې يو يې له يادو سيمو څخه د نورو سيمو د طالبانو شړل و، تر اوسه پورې نه دى عملى شوى.

د پوستک بازار اوسېدونکي عبدالقادر وويل: "سپين ږيرو ژمنه کړې وه، هغه طالبان چې له نورو ولسواليو راغلي، بهر کوي. خو تر اوسه پورې دغه کار نه دى تر سره شوى او طالبان په هغو موټرسايکلونو او رينجرو کې چې له دولت څخه يې غنيمت اخيستي، په کوڅو او بازار کې تګ راتګ کوي."

هغه زياته کړه، طالبان په لوډسپېکرونو سره تبليغ کوي، خو جګړه نه کوي او له خلکو سره هم کار نه لري.

دغه اوسېدونکى وايي، د نورو سيمو طالبان بايد له ډنډغوري څخه ووځي، ځکه د جګړې يو عامل همدا بهرني طالبان دي.

د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالبشير رشيد وايي، د هوکړه ليک يوه ماده نقض شوې چې پر بنسټ يې بايد هغه طالبان چې د بغلان ولايت له تاله وبرفک، مرکزي بغلان او برکه ولسواليو او د کندوز له چهاردې ولسوالۍ څخه ډنډغوري ته راغلي، بايد وايستل شي.

هغه وويل، د هوکړه ليک پر بنسټ به سيمه ييز طالبان د سولې پروسې ته جذب کړل شي.

د امنيت امر د هوکړه ليک ګټه د امنيت ټينګښت وباله او دغه هوکړه ليک د سيمه ييزو سپين ږيرو او دولتي پلاوي ترمنځ لاسليک شوى دى.

د سيمې يوه سپين ږيري عمراخان هم وويل: "موږ هوکړه ليک د خلکو د خير او بريا لپاره لاسليک کړى، څو د وينو تويول له دې نور زيات نه شي او د طالبانو او دولت تر منځ ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي."

ياد سپين ږيري زياته کړه چې له طالبانو سره د دوى خبرې روانې دي، څو د نورو سيمو طالبان بايد بهر شي او د سولې له لړۍ سره د سيمه ييزو طالبانو د يو ځاى کېدو زمينه برابره شي.

عمرا خان وويل، په هوکړه ليک کې يې د طالبانو نظر هم اخيستى او هڅه کوي، په سيمه کې نښته رامنځته نه شي، خو دا طالبانو ته د امتياز ورکولو په معنا نه دى.

له دې وړاندې، د بغلان د ولايتي شورا او مدني بنسټونو يو شمېر غړو او ولسي جرګې د ياد هوکړه ليک لاسليک، طالبانو ته د امتياز ورکولو په معنا بللى و او ولسي جرګې ويلي چې په همدې موخه د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل يادې جرګې ته د ځواب ويلو په موخه ورغواړي.

خو د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ويلي، حکومت د ډنډغوري په اړه له طالبانو سره کوم سند نه دى لاسليک کړى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه