جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې له دې ولسوالۍ له جګړې تښتېدلي داعش وسله وال د کوټ، نازيانو او دُربابا ولسواليو کې د غلچکي بريدونو پلان لري.
د داعش وسله والو کابو دوه اوونۍ مخکې د لومړي ځل لپاره د اچين د عبدالخېلو په سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې تر اوسه پورې په ياده سيمه کې له حکومتي سرتېرو سره وخت ناوخت نښتې کوي.
يادې ولسوالۍ ته د امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په مشرۍ افغان سرتېري د ملاتړي ځواک په توګه ورغلي او په سيمه کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې لا هم په سيمه کې داعش وسله وال په دفاعي حالت کې دي او پر افغان سرتېرو خال خال ډزې کوي.
مجاهد وويل چې د مامندو او عبدالخېلو په سيمو کې له جګړې يو شمېر داعش وسله وال چې خارجيان هم په کې دي، د کوټ، نازيانو او دُربابا ولسواليو پر لور تللي.
ده زياته کړه: ((دوی غواړي په تکتيکي ډول په دغو ولسواليو کې غلچکي بريدونه وکړي، هدف يې دا دی چې په اچين کې زموږ د سرتېرو فکر بلې خوا ته واړوي خو موږ متوجه يو او په هره سيمه کې پوره سرتېري لرو.))
ولسوال يادونه وکړه چې د اچين په عبدالخېلو او نورو سيمو کې لا هم داعش وسله وال شته خو دوی يې پر وړاندې د سرتېرو پوستې اچولې دي.
غالب مجاهد وايي: ((د محلي پوليسو د تشکيلاتو لړۍ مې پيل کړې تراوسه مې ۵۰ سرتېري ګومارلي او په همدې کچه نور هم ګومارم څو د سيمې په امنيت کې ونډه واخلي.))
ولسوال مني چې په سيمه کې د وروستيو جګړو له امله يو شمېر نورې کورنۍ هم بې ځايه شوي دي.
د شينوارو په زون کې د وروستيو نا امنيو له امله تر ۱۲ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي چې د چارواکو په وينا، د مرستو لړۍ ورته پيل شوې ده.
تر دې مخکې د ننګرها والي سليم خان کندوزي پژواک ته ويلي وو چې بې ځايه شوو سره تر ۵۰۰۰ له زياتو بې ځايو شوو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې شوې او د نورو سروې روانه ده.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اچين ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو عمليات روان دي.
مشرقيوال زياته کړه چې له داعش سره په تازه نښتو کې تېره ورځ د عبدالخېلو په سيمه کې اوه داعش وسله وال وژل شوي او اته ټپيان شوي دي.
هغه يادونه کوي چې په سيمه کې افغان سرتېري مېشته شوي او د داعش وسله والو د ډله ييزو بريدونو د مخنيوي توان لري.
مشرقيوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعشيان نورو ولسواليو ته اوښتي او د بريدونو پلان لري، وويل: ((له اچين سره خوا کې موږ نورو سرحدي ولسوالۍ لرو چې د وسله والو د تحرکاتو لپاره اسانې لارې لري. هغوی کولي شي بلې ولسوالۍ کې واړي او بريدونه وکړي خو زموږ سرتېري يې پر وړاندې د جګړې توان لري.))
بلخوا د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری بيا وايي چې د اچين په ولسوالۍ کې د حکومتي سرتېرو چاڼيز عمليات پيل شوي او ښايي ښې پايلې ولري.
زمري وايي: ((موږ هيله لرو چې تر عملياتو وروسته په سيمه کې امنيتي پوستې ډېرې شي څو د سيمې امنيت ونيول شي؛ ځکه ولس د داعش له کړنو په ستونزو کې دی او له خلکو هم هيله لرو چې له حکومت سره همکاري ډېره کړي.))
د ولايتي شورا دې غړي زياته کړه چې د شينوارو بې ځايه شوو کورنيو سره هغسې چې لازمه ده مرسته نه ده شوې؛ ځکه په وينا يې ټول په يو سيمه کې نه دي مېشت شوي.
نوموړی پژواک ته وويل چې په دې اړه يې له ولايتي ادارې سره وخت ناوخته غونډې کړي ،څو جګړه خپلو کورنيو سره مرستې ښې تنظيم شي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










