منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ميدان وردګو نږدې ۵زره ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

ميدانښار (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د ميدان وردګو چارواکي وايي، ډېر ژر به د دې ولايت پر نږدې پنځه زرو ښوونکو د استوګنې د نومرو وېش پيل کړي.

دغه څرګندونې د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د تلې په ۱۳مه، ميدانښار کې د ښوونکي نړيوالې ورځې د نمانځنې غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، په دې ولايت کې نږدې ۵زره ښوونکي شته، چې د ولسمشر په لارښوونه دوی ته د استوګنې په موخه په هره اړونده ولسوالۍ کې دوی ته  د استوګنې د نومرو په موخه سيمې ټاکل شوې دي.

دى وايي، تر دې دمه دوی ته يادې نومرې نه دي ورکړل شوي، په سيداباد ولسوالۍ کې تر پنځوسو پورې نومرې د غاصبينو له لوري غصب شوې هم دي، خو په دغه ولايت کې به ټولو ښوونکو ته د دوی د حق سپارنې په ترڅ کې ډېر ژر دوی ته د استوګنو نومرو د وېش لړۍ پيل کړي.

د ده په وينا، د دې ولايت شاوخوا دوه سوه ښوونځې د احاطې دېوالونه او ودانۍ نه لري، چې د دغې ستونزې د حل په موخه به د ملي او ولايتي شورا غړو او يو شمېر نورو مخورو په همکارۍ هلې ځلې وکړي.

والي د پوهنې رياست د مشرتابه په ګډون د دې ولايت له ټولو ښوونکو څخه مننه وکړه، چې هره مياشت يې د يوې ورځې تنخوا په دې ولايت کې د ښوونځيو د بيارغونې لپاره ځانګړې کړې او يواځې د سږکال په ترڅ کې يې تر ٢٤ پورې پوهنيزې ادارې په خپلو شخصي امکاناتو جوړې کړې دي.

نوموړی ښوونکو ته د دوی د ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د ميدان وردګو ولايت ټولو ښوونکو ته لارښوونه وکړه، چې يواځې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د عصري او ديني زدکړو ښوونکي پاتې شي او له هر ډول سياسي کړنو څخه ډډه وکړي.

په پاى کې پر يو شمېر ښوونکو ستاينليکونه ووېشل شول.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه