منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۴ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پوهنې وزير: د ښوونکو ستونزو د هواري لپاره د حکومت ژمنې عملي کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل (پژواک ١٣ تله ٩٤): د پوهنې وزير، د هېواد په کچه د ٥٠٠ ښوونځيو له تړل کېدو او د پوهنې په برخه کې د پراختيايي پروژو لپاره د پوره پيسو له درلودلو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې د ښوونکو ستونزو د حل لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د تعديل په حال کې دى.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، دغه څرګندونې نن په هغو مراسمو کې چې د کابل په رابعه بلخي لېسه کې د سلګونه ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د ښوونکي ورځې په مناسبت تر سره شول، څرګندې کړې.

د اکټوبر پنځمه، چې د تلې مياشتې له ١٣مې نېټې سره برابره ده، د ښوونکي نړيواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

بلخي په دغو مراسمو کې ښوونکو ته په خطاب کې وويل، معلمي تر ټولو غوره، سپېڅلې او له وياړه ډکه دنده ده او له بلې کومې چوکۍ سره هېڅ وخت هم د پرتله کولو او معاوضې وړ نه ده.

نوموړي زياته کړه: "د ښوونکي د ورځې نمانځنه، په حقيقت کې له پوهې، رڼا، ارامۍ، اخلاقو او معنويت څخه نمانځنه ده او له همدې امله ده، چې پوهو ملتونو تل خپل ښوونکي نمانځلي او دوى ته ډېر درناوى لري."

د پوهنې وزير ژمنه وکړه، چې د ښوونکو د ژوندانه وضعيت د ښه والي لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه کړي او ټولې ژمنې به پلې کړي.

هغه وويل، په پوهنې وزارت کې شاوخوا لس زره خالي بستونه شته او دغه راز په ټول هېواد کې د ښوونکو ګومارنې هم روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پاى ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت د ظرفيتونو د لوړوالي، د ښوونځيو د رغولو او بيارغونې، د توکو او د ښوونځيو د اړتيا وړ تجهيزاتو د پېرودلو لپاره ډېره بوديجه لري، چې د اړتيا پر مهال به ترې ګټه پورته شي.

د يادولو ده، چې د کابل په ګډون د هېواد په ١٩ ولايتونو کې لسګونه ښوونځي د روان کال د غبرګولي په مياشت کې تړل شوي او سلګونه ښوونکو د معاشونو او د دوى د امتيازاتو د کموالي په موخه په کاري اعتصاب لاس پورې کړى وو، چې د پوهنې وزير له لوري له ژمنې وروسته يې اعتصاب پاى ته ورساوه.

ښوونکو به له دې وړاندې ترفېع کوله، خو اوسمهال د بست موضوع رامنځ ته شوې او له کله راهيسې چې يو ښوونکى په څلورم او يا پنځم بست کې استخدام او ګومارل کېږي، نو شپږ ګامه ترفېع کولى شي او له هغه وروسته بيا نور مخ ته نه شي تللى.

د پوهنې وزير د نن ورځې په مراسمو کې وويل، په دې برخه کې په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دى.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي څرګنده کړه، چې په درسي ساعتونو کې کمښت راغلى او ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش روان دى.

نوموړي وويل، د ياد قانون د تعديل طرحه به تر راتلونکې يوې مياشتې پورې بشپړه او د پړاوونو د بشپړولو لپاره ولسي جرګې ته ولېږل شي.

هغه وويل، په روان مالي کال کې د ښوونکو د معاش لوړول امکان نه لري، ځکه د دوى معاش له بوديجې سره تړلى دى.

د کابل ښار د اوومې حوزې د عمراخان لېسې مدير عبدالحق په ياده غونډه کې خبريالانو ته وويل، د پوهنې وزير اتيا سلنه ژمنې عملي شوې دي.

نوموړي له ښوونکو وغوښتل، څو په اوسنيو شرايطو کې له هغو غوښتنو چې د پوهنې وزارت يې وس نه لري، ډډه وکړي.

خو د کابل د مهديه ښارګوټي لېسې ښوونکي حاجي مظفر وويل، د حکومت له لوري له شويو ژمنو يې تر اوسه هېڅ کومه نه ده عملي شوې.

هغه زياته کړه، ډېر شمېر ښوونکو ته تر اوسه پورې د سرپناه اسانتياوې نه دي رامنځ ته شوې او د دوى د دندو او رتبو په برخه کې هم پرمختګ نه دى شوى.

د پوهنې وزير، په دې وروستيو کې په کندوز کې د ناامنيو له امله د تړل شويو ښوونځيو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې اوسمهال د هېواد په کچه په سوېلي، سوېل ختيځو او يو شمېر نورو ناامنه سيمو کې له ٤٠٠ څخه تر ٥٠٠ پورې ښوونځي تړلي دي.

بلخي د کره شمېرو له وړاندې کولو پرته وويل، د روان ښوونيز کال په ترڅ کې يو شمېر ښوونکي د بېلابېلو پېښو له امله مړه او ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: "پوهنه داسې يو بنسټ دى، چې بايد سياسي نه وي او هره مخالفه او موافقه ډله د پوهنې درناوى او خدمت وکړي، نه دا چې چور او له پښو يې لاندې کړي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په کچه ٢١٧زره ښوونکي په ١٧زره ښوونځيو کې له لسو مليون ډېرو زده کوونکو ته چې له يادې اندازې يې، ٤٥ سلنه نجونې دي، تدريس کوي.

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه