منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد کې شل کيلومتره کوچني سړکونه او لارې پخېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

جلال اباد (پژواک،۱۳ تله ۹۴): چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د کوڅو او سړکونو په پخېدو سره به څلور زره کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د تلې په ۱۳مه، د يادې پروژې د پرانيستې په غونډه کې وويل چې پر دې پروژې دوه عشاريه شپږ ميليونه ډالره لګښت راځي.

هغه زياته کړه، د يادې پروژې يو اندازه لګښت  خلکو له خوا او پاتې نور يې د "يو اين هبيتات" موسسې له لوري ورکول کېږي.

والي له ځايي خلکو غوښتنه وکړه، چې د ښار په پاک ساتلو او د پلې کېدونکې پروژې پر مهال ورسره مرسته وکړي.

بلخوا د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنير عبدالحکيم د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې پروژې په پلي کېدو به د ښار شل کيلومټره کوچني سړکونه او پلې لارې پخې شي.

نوموړي زياته کړه: ((دا پروژه د ۲۵ سلنه ولسي ونډې سره پلې کېږي، موږ خوشاله يو چې د ښاري ژوند لپاره يو ډېره اړينه پرژوه پلې کوو. د دې پروژې چارې چې د ويالو جوړول هم په کې شامل دي، په څو مياشتو کې بشپړېږي.))

حکيم يادونه وکړه، چې د دغې پروژې به څلور زره کورنۍ ګټه واخلي او زر ګونه نورو ښاريانو ته به هم اسانتياوې برابرې شي.

هغه وايي: ((موږ نن په عملي توګه دا پروژه د څلورمې او پنځمې ناحيو په اړوندو سيمو کې پيل کړه.))

په ورته مهال د يو اين هبيتات موسسې يوه استازي نعمت الله رحيمي پژواک ته وويل، له يادې پروژې څخه به په ښه ډول څارنه کوي او کارونه به يې شفاف وي.

نوموړي وويل چې د يادې پروژې د مالي لګښت ډېره برخه د دوى د موسسې له خوا ورکول کېږي، چې د جاپان هېواد مرسته ده.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه