کابل (پژواک، ١٤تله ٩٤): د کليو پراختيا وزير وايي، سره له دې چې د څه باندې ٢٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت يې شاوخوا ١٠زره پروژې په هېواد کې ګټې ته سپارلې، خو نا امني د ځينو پروژو د ځنډ لامل کېږي.
نصيراحمد دراني نن د دغه وزارت د ٩ مياشتني راپور د وړاندې کولو غونډې ته وويل چې د عامه ګټو له پروژو څخه ميليونونو کسانو ته ګټې رسېدلې او زرګونو کسانو ته يې د کار زمينه مساعده کړې ده.
دراني وويل چې په دې پروژو کې د څښاک اوبو او روغتيا ساتنې ٢٦٠٠ پروژې، د اوبو لګولو څه باندې ٢٣٠٠ پروژې، د ترانسپورټ درى زره پروژې او د سيمه ييزې پراختيا(ټولنيزو مرکزونو)) ١٠٠ پروژې شاملې دي.
د دغو کارونو بله برخه ٤٠٠ د برېښنا، ٣٠٠ د ښوونې او روزنې ، ١٦ د معيشت او دولتي ودانيو پروژې دي.
د کليو پراختيا وزير زياته کړه چې وزارت يې د ٣٨٩ ميليونه ډالرو له پراختيايي بوديجې څخه ٦٠ سلنه چې ٢٣٢ ميليونه ډالره کېږي، په يادو پروژ کې لګولي دي.
خو دراني په ډاګه کړه: ((نا امني يوه جدي ستونزه ده چې حتى په ځينو سيمو کې يې د پراختيايي پروژو پر عملي کولو منفي اغېز کړى دى.))
د ده په خبره، ځينې پروژې د امنيت د نشتوالي په سبب ځنډېدلې او يا يې لګښتونه لوړ شوي دي.
د کليو پراختيا وزير وويل چې د روان کال په اوږدو کې يې د شاوخوا ٣٨٠٠ پروژو قراردادونه د ١١٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت په بېلابېلو ټولګټو برخو کې لاسليک کړي دي.
په دې پروژو کې ٩٠٠ د څښاک اوبو چمتو کولو پروژې، د چاپېريال ساتنې، د اوبو لګولو څه باندې ١٣٠٠ پروژې، د ترانسپورټ ١٠٠٠ پروژې، د سيمه ييزې پراختيا (ټولنيز مرکزونه) ٣٠٠ پروژې، د برېښنا ٢٠٠ پروژې، د ښوونې او روزنې ٤٠ پروژې، د ظرفيت لوړولو ١٣ پروژې، د روغتيا ٩ پروژې، دوې دولتي ودانۍ او درې د کرنيز معشيت پروژې شاملې دي.
د کليو پراختيا وزير زياته کړه چې دوى په وزارتونو کې د ادغام او موازي ادارو د اصلاحاتو پروسه پيل کړې او تر اوسه مالي، تدارکاتي، بشري او اداري سرچينو برخې له وزارت سره ادغام شوي دي.
هغه وويل چې د مالي فساد د له منځه وړو او د مراجعينو کار ته د چټکتيا ور بښلو لپاره يې د کليو پراختيا وزارت کې د عامه اړيکو وزارت ډيپارټمنټ جوړ کړى دى.
دراني زياته کړه چې د وزارت د کارکوونکو د حاضرۍ سيستم، له تېرو څو مياشتو راهيسې برېښنايي شوى او د دې تر څنګ ټول قراردادونه د وزارت په ويبپاڼه کې خپرېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










