لښکرګاه (پژواک، ۱۵ تله ۹۴): د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالات ښه دي خو هېڅ ډول پرمختيايي کارونه په کې نه دي ترسره شوي.
د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړي امان الله خان د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسي د دې ولسوالۍ قومي مشرانو او عامو خلکو له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې اړينې مرستې کړې دي.
ده وويل: ((زموږ د ولسوالۍ امنيت په هلمند کې بېلګه نه لري خو پرمختيايي کارونه بيا هېڅ په کې نه دي شوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ د سړکونو، ويالو، کانالونو او نورو برخو کې هېڅ کار نه دى شوى او خلک يې له ستونزو سره مخ دي.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد اخلاص پژواک ته وويل: ((خلکو له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى امنيت ټينګ کړى خو بيا په نورو برخو کې موږ ته حقوق نه دي راکړل شوي.))
هغه دا هم وويل چې په دې سيمه کې د يو شمېر زورواکو له خوا ځمکې غصب شوې او د دولت وسله والو مخالفينو ته ورکول شوې دي.
هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزي شورا يو بل غړي حاجي حبیب الله پژواک ته وويل چې د امنيت د ټينګښت په موخه له تېرو څو کلونو راهيسي د دې ولسوالۍ اوسېدونکو کوکنار هم نه دي کرلي.
هغه زياته کړه: ((په نږدې نورو ولسوالیو کې چې د دولت واک هم په کې شته، کروندګر په پراخه کچه کوکنار کري، خو موږ خپل کروندګر او د سیمې اوسېدونکي دې کار ته نه دي پرېیښي.))
يادو ټولو کسانو له حکومت نه په دې ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت خلک مرستې کوي.
خو هغه وايي چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې پرمختيايي کارونه ترسره شوي خو ډېر نور ته هم اړتيا شته چې بايد ترسره شي.
د ده په وینا، ځیني پلانونه يې په لاره اچولي چې پلي کېدو سره به يې د خلکو غوښتنې پوره شي.
بلخوا د هلمند والي میرزاخان رحیمي هم پژواک ته وويل چې په ناوې ولسوالۍ کې د پرمختيايي کارونو لپاره يې پلانونه جوړ کړي دي.
ده وويل چې د ناوې ولسوالۍ د سړکونو، روغتيا، پوهنې، اوبو او نورو برخو کې په نوبت سره پروژې پلي کړي.
هغه دا هم وويل چې د ځمکو د غصب مخنيوى يې له کاري لومړيتوبونو څخه دى.
ناوه د مرکز لښکرګاه سوېل لوېدیځ ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېری خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










