کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې (AREU) يوه نوې څېړنه ښيي چې د دغه هېواد په پوهنتونونو او نورو ښوونيزو مرکزونو کې د محصلينو په منځ کې د افراطيونو د حضور په ګډون سياسي فعاليتونه پراخ شوي دي.
دغه څرګندونې پژواک خبري اژانس ته د څېړنې او اروزنې ادارې له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلې.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د دولت له خوا د افغانستان په ښوونځيو کې هر ډول سياسي فعاليت منع دى؛ داسې ممنوعيت چې کېدای شي د پخوانيو استبدادي حکومتونو نښې نښانې وګڼل شي.
دا څېړنه څرګندوي چې د کاري فرصتونو نه شتون، ويجاړ اقتصاد او په افغانستان کې د زده کړې له سيستم څخه نه رضايت، د زده کوونکو د سياسي کېدو او له افراطي ډلو سره د هغوى د يو ځای کېدلو د لېوالتيا اصلي لاملونه شمېرل کېږي.
په داسې حال کې چې سياسي فعاليتونو ته د ځينو زده کوونکو مخ کول، په سياسي فعاليت کې د هغوى د کورنيو په تاريخ کې ريښه لري، خو داسې ښکاري چې ډېر زده کوونکي باور لري چې د يوې سياسي ډلې له ملاتړ پرته به بريالي نه شي چې ښې نومرې ترلاسه کړي، په پوهنتون کې شامل شي او په پای کې ښې دندې ترلاسه کړي.
ياده اداره وايي: ((له افغاستان سره د مرستندويانو يوه غټه انګېرنه دا ده چې د دولتي زده کړو کمي وده د تل لپاره يو مثبت شاخص دى او په پوهنتونو کې د زده کوونکو د شاملېدو شمېر بې له شکه يوه مثبته نښه ده.))
څېړنه ښيي ((په هر حال، که چېرې په زده کړو کې د ځوانانو د شمېر ډېروالی، د کيفيت له ښه والي او د زده کړې د فرصتونو له زياتوالي سره مل نه وي نو کېدای شي چې د ځوانانو په منځ کې د افراطيت او سياسي بې ثباتۍ لامل شي.))
د دې ادارې د ځېړنې له مخې، سختدريځې ډلې چې په مختلفو کچو له مخالفينو سره خواخوږي لري، د لوړو ښوونځيو د زده کوونکو په جذب کې بريالۍ برېښي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره زياتوي، داسې شواهد شته چې د دې ښکارندوی دي چې ځيني زده کوونکي د مخالفنيو فعالو ډلو لکه طالبانو ته جذب شوي دي، دا هغه څه دي چې د حيرانتيا وړ برېښي؛ ځکه چې طالبانو د خپل فعاليت په لومړيو کلونو کې د لوړو ښوونځيو د زده کوونکو د جلب او جذب هڅه نه کوله.
په ټوليزه توګه ويلى شو چې د افغانستان په پوهنتونونو کې سياسي کېدل مخ په ډېرېدو دي خو لا لوړې کچې ته يې نه دي رسېدلي.
دغه اداره وايي چې د زده کوونکو د نه رضايت ښکاره نښې نښانې لکه مظاھرې او اعتراضونه تر اوسه ډېرې لږ او محدودې دي، سره له دې داسې ښکاري چې محصلين کرار کرار د پراخو اعتراضونو او مظاھرو خوا ته روان دي، خو که اقتصادي وضعيت او د ګومارنې فرصتونه ښه نه شي نور به هم په زور کې شي.
ياده څېړه څرګندوي چې د محصلينو په منځ کې اوسنی افراطيت په هغه کچه نه دى چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې کارنده اغېز ولري.
څېړنه وايي، په ھر حال، د دې پر ځای چې مسوول او صلاحيت لرونکي چارواکي د داسې وضعيت راتللو ته انتظار وباسي، ښه به دا وي چې د خپلو زده کړو د پاليسيو پر اغېزې او تر ټولو مخکې په پوهنتونو او نورو ښوونيزو موسسو کې د سياسي فعاليت د بندولو د پاليسۍ پر موثريت بيا کتنه وکړي.
په څېړنه کې راغلي، که چېرې دغه بنديز لرې شي، نو لږ تر لږه به د زده کوونکو لپاره د سياسي افکارو د بېلابېل والي د شتون زمينه جوړه شي.
څېړنه ښيي چې په پوهنتونو او ښوونيزو مرکزونو کې پر سياسي فعاليت باندې اوسنى بنديز يوازې د منځ لارو او ترقي غوښتونکو سياسي ډلو د ھڅو مخنيوی کوي.
د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره، په کابل کې مېشته خپلواکه څېړنيزه موسسه ده چې موخه يې د پاليسۍ، طرزالعمل او له هغو څخه د لاس ته راغلو نتيجو په اړوند د کيفيت لرونکو څېړنو سر ته رسول او خپرول دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










