منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د فراه د دوو ولسوالیو د نجونو ښوونځي تړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

فراه (پژواک، ٢١ تله ۹۴): چارواکي وايي، د فراه د پشتکوه او شېبکوه ولسواليو د نجونو ښوونځي د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي او زرګونه زده کوونکې يې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د فراه د پوهني ریاست تدریسي مرستیال او سرپرست عبدالحکیم خپلواک نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د ټيلېفون له لارې د پشتکوه او شېبکو ولسواليو د نجونو ښوونځيو مدیرانو ته ويلي چې نور خپل ښوونځي وتړي.

د ده په وينا، له همدې امله له لسو ورځو راهیسې د دې ولسواليو د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.

د خپلواک د معلوماتو له مخې، په شېبکوه کې د نجونو دوې لېسې، دوه منځني او پنځه لومړني ښوونځي دي او ټول ۲۳۶۵ زده کوونکي لري.

دغه راز د هغه په وينا، په پشتکوه کې شپږ لومړني ښوونځي او څلور لېسې او منځني ښوونځي دي او د زده کوونکو شمېر يې ۲۲۸۸ تنو ته رسي.

ده وویل چې له يادو لسو ښوونځیو څخه پنځه يې تېر کال همدغه مهال د طالبانو د ګواښ له امله وتړل شول او پنځه نور يې اوس تړل شوې دي.

خو دى زياتوي چې پوهنې رياست له ولايتي چارواکو، ولایتي شورا او امنیتي ارګانونو سره دغه ستونزه شریکه کړې او هڅې روانې دي چې د سیمې د شوراګانو په مرسته له طالبانو سره خبرې وشي تر څو تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

د شېبکوه ولسوالۍ د "دو قلعه د نجونو ښوونځى" د لېسې زده کوونکې مرضیې چې د ټيلېفون له لارې يې خبرې کولې او د ښوونځيو پر تړلو يې خواشيني څرګندوله وويل چې د طالبانو د ګواښونو له امله هلته د نجونو ښوونځي له لسو ورځو راهيسې تړلي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني وايي چې ښوونځي د هېواد دښمنان تړي، تر څو افغانان پرمختګ ونه کړي.

دې وویل: "هره ورځ د شېبکوه او پشتکوه نجونې او خلک راته زنګ وهي او غواړي چې د دوى ښوونځي بېرته فعال شي."

د فراه د والي ویاند جواد افغان وايي، چې د فراه والي محمداصف ننګ درې ورځې وړاندې د یادو ولسوالیو ۱۵۰ قومی مشران ورغوښتي وو او په دې اړه يې خبرې ورسره وکړې.

د ده په وينا، والي قومي مشرانو ته وويل چې د يادو ښوونځيو د بېرته فعال کېدو په موخه له طالبانو سره خبرې وکړي.

افغان وايي، تمه ده چې ژر دغه ستونزه حل شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څو ځله يې ويلي چې له پوهنې څخه ملاتړ کوي او که په کوم ښوونځي کې له ديني او نورو اصولو څخه د سرغړونې راپور ترلاسه کړي، څېړي يې او بيا يې په اړه پرېکړه کوي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه