کندهار (پژواک، ٢١ تله ٩٤ ) : د کندهار د ميوند ولسوالۍ هغه پنځه ښوونځي چې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله له تېرو اتو کلونو راهيسې تړلي وو، يو ځل بيا پرانيستل شول.
د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي دغه بند ښوونځي يې د سيمې د اوسېدونکو او قومي مشرانو په مرسته پرانيستي دي.
د ښوونځيو د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې رياست د مسوولينو تر څنګ د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله، د سيمې اوسېدونکو او قومي مشرانو ګډون کړى وو.
د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، په ميوند ولسوالۍ کې د پوهنې رياست د تشکيل له مخې ١٧ بابه ښوونځي شته چې ٩ يې پرانيستي وو او ٨ نور يې د ناامنيو له امله تړلي پاتې وو.
هغه زياته کړه، د بندو ښوونځيو له ډلې يې اوسمهال پنځه ښوونځي (د قناعت، مالي خېل، ملا ابراهيم نيکه، سيد محمد اغا لومړني ښوونځي او د ملالۍ ميوندي منځنى ښوونځى) د زده کوونکو پر مخ پرانيستل.
دى وايي، د سيمې د اوسېدونکو او مخورو په مرسته هڅه کوي چې پاتې درې بند ښوونځي هم ژر پرانيستل شي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال په پرانيستو پنځو ښوونځيو کې ١٠٥٠ ماشومان زده کړې کوي او د پوهنې رياست هڅه کوي چې نه يوازې د زده کوونکو شمېره لوړه بوځي، بلکې د ښوونکو، درسي کتابونو او درسي موادو ستونزه يې هم حل کړي.
په دې توګه په ميوند ولسوالۍ کې د پرانيستو ښوونځيو شمېر ١٤ ته ورسېد.
د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله وايي، تش په نوم د ښوونځيو پرانيستل د منلو وړ نه دي، د پوهنې رياست بايد په هر پرانيستي ښوونځي کې د مسلکي ښوونکو، کتابونو، درسي توکو او نورو لوازمو اړتياوې پوره کړي.
هغه زياته کړه، د ولسوالۍ اوسېدونکي د ښوونځيو په پرانيستلو کې له هغوى سره همکار دي، د پوهنې رياست ته لازمه ده چې د زده کړې د کيفيت پر ښه کېدو ډېر کار وکړي.
د ميوند ولسوالۍ د مالي خېل سيمې يوه اوسېدونکي حاجي عثمان پژواک خبري اژانس ته وويل، پوره اته کلونه د سيمې د اوسېدونکو ماشومان د هغو کسانو له لاسه د زده کړې له نعمت څخه بې برخې وو چې دلته يې ناامني جوړه کړې وه.
هغه زياته کړه، د دغې مودې جبران په هيڅ توګه نه شي کېداى، خو اوس دې دولت بيا پرانيستل شوو ښوونځيو ته جدي پاملرنه وکړي، د ښوونکو او درسي کتابونو غم دې وخوري او وخت په وخت دې د زده کړې له بهير څخه څارنه وکړي.
د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال حاجي عبدالله وايي، د پوهنې رياست هوډ کړى چې تړلو ښوونځيو له پرانيستلو سره جوخت د ښوونکو، کتابونو او درسي توکو د کمښت ستونزې هوارې کړي.
هغه د ميوند له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې به د مسلکي ښوونکو د کمښت او درسي کتابونو د نشتوالي ستونزې حلوي او د زده کړې د کيفيت پر لوړولو به کار کوي.
نوموړي يادونه وکړه چې د پوهنې په بهير کې سمون او اصلاحات د ولايتي ادارې له لومړيتوبونو څخه دي او نور دا د منلو نه ده چې د تش په نوم ښوونځيو پر سر امتيازات واخيستل شي او شخصي جېبونو ته لاړ شي.
څو ورځې وړاندې په پنجوايي ولسوالۍ کې هم ٦ بابه ښوونځي چې د ډېرې مودې راهيسې تړلي وو، پرانيستل شول.
په کندهار کې د پوهنې بهير له سختو ستونزو سره مخامخ دى او خلک يې له اوسني حالت څخه راضي نه دي.
په کندهار ښار او ولسواليو کې که له يوې خوا شاوخوا ٦٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېرى زده کوونکي په دوبي او ژمي کې تر شنه اسمان لاندې او يا په خېمو کې زده کړې کوي، له بلې خوا کندهار په خپل تشکيل کې ٤٥٤ بابه ښوونځي لري، چې ٣٠٧ يې فعال او ١٤٧ نور يې د بېلاپېلو ستونزو له امله تړلي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










