منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ميدان وردګو کې د ښځو لپاره پارک جوړ شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

ميدان ښار (پژواک ٢١ تله ٩٤): د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د نږدې لسو میلیونو افغانیو په لګښت د ښځو لپاره یو پارک تر جوړېدو وروسته، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پارک د ښاروالۍ ادارې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په ۱۱ زره متره مربع سیمه کې جوړ شوی، چې په کې چمن، هټۍ، کنفرانس خونه، د ماشومانو د لوبو وسایل، ګلدانۍ، تشنابونه او نور ضروري ملحقات شتون لري.

ده زياته کړه، د دغه پارک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې له ګڼ شمېر مېرمنو سربېره، د دغه ولایت يو شمېر چارواکو او مدني فعالانو برخه درلوده 

په دې مراسمو کې د میدان وردګو والي حیات الله حیات له مېرمنو څخه وغوښتل، چې له دغه پارک څخه په ښه توګه ګټه واخلي او ډاډ یې ورکړ، چې د پارک امنیت به د دوی لپاره هر مهال خوندي وي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې د دغه پارک جوړېدل به د دغه ولایت د مېرمنو په روحیه مثبت اغېز وکړي او له دې وروسته به دوی هم په خپل پارک کې د تفریح په موخه خپل وخت ځانګړی کړي.

د ښځو چارو ريیسې وحیدې ښکلې د ولایت مقام او ښاروالۍ ادارې څخه یې مننه وکړه، چې د مېرمنو د تفریح لپاره یې ځانګړی پارک جوړ کړ، چې له دې وروسته به ورڅخه مېرمنې په ښه توګه ګټه واخلي.

د سوسن په نوم یوې نجلۍ وویل، د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د مېرمنو لپاره تفریحي پارکونه شته، خو په دغه ولایت کې دا لومړی ځل دی، چې د دوی لپاره د تفریح زمینې برابرولو په موخه یو تفریحي پارک جوړیږي.

د يوه بل خبر له مخې، په ياد شوي ولايت کې د افغانستان د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو کنفرانس جوړ شو.

د والي وياند خوږياڼى وايي، د يوه خصوصي پوهنتون په نوښت د افغانستان د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو کنفرانس نن د تلې په ۲۱مه د میدان وردګو ولایت په مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې ترسره شو، چې په کې ګڼ شمېر سوداګرو، د بېلابېلو پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو محصلينو، د ادارو مسوولینو او یو شمېر نورو کسانو ګډون کړی وو.

په دې کنفرانس کې د میدان وردګو والي حیات الله حیات وويل، د اقتصاد پیاوړتیا کې کوچني او منځني تشبثات ډېر اهمیت لري او له همدې امله ژمن دی، چې په دغه ولایت کې په یاده برخه کې هر مهال همکاري وکړي.

نوموړي د میدان وردګو ولایت له ولسونو څخه وغوښتل، چې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د مالدارۍ، محصولاتو او کانونو برخه کې خپلې سوداګریزې چارې ترسره کړي .

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه