منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۲ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا پنځه کلنه پروژه پيلېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۰ کتنې

کندهار (پژواک ٢٨ تله ٩٤): په کندهار کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په ملاتړ د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا پروژه پيلېږي چې پنځه کاله به دوام وکړي.

دغه پروژه د Tetra Tech په نوم د يوې انجيو له خوا پلې کېږي، چې ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.

په دې اړه نن د تلې په ٢٨مه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د يادې شوې انجيو د ولايتي پلان جوړولو مشاور محمد عارف اميري او د ځينو ادارو رييسانو په کې ګډون کړى وو.

محمد عارف اميري وويل د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا يا "اسلا" په نوم پروژه د هېواد په کچه د کندهار په ګډون په ١٦ ولايتونو کې پلې کېږي.

هغه زياته کړه، ياده شوې پروژه څلور برخې لري چې د ولايتي پلان جوړولو لپاره د ولايتي کارکوونکو د وړتياوو لوړول، د سيمه ييزې ادارې پياوړتيا، د عامو وګړو غوښتنو ته لاسرسى او په اداره کې د خلکو ګډون په کې شامل دي.

د ده په خبره، د سيمه ييزې ادارې د پياوړتيا پروژې کليدي غړي ماليې وزارت، اقتصاد وزرات او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ده.

دى وايي، په دې پروژه کې به به د جنډر مساوات ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې له اړوندو ادارو سره يې په پوره همغږي پلې کړي.

اميري يادونه وکړه چې د پروژې په پلي کولو سره به په ولايتونو کې سيمه ييزې ادارې پياوړې شي او پر ادارو به د خلکو باور زيات شي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل چې ولايتي اداره به د دغې پروژې په پلي کولو کې پوره مرسته کوي.

هغه د پروژې پر کيفيت ټينګار وکړ او ويې ويل چې له دې لارې بايد د خلکو اړتياوو ته پوره پام وشي.

نوموړي په اوسنيو شرايطو کې دغه پروژه د کندهار د اوسېدونکو لپاره ښه فرصت وګاڼه او ويې ويل چې له دې څخه بايد په پوره توګه ګټه واخيستل شي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه