منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسوال: د داعش وسله والو کورنۍ له اچينه بېرته پورې غاړه اوړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۴): د ننګرهار ولايت د اچين ولسوال وايي چې دې ولسوالۍ ته د خيبر ايجنسۍ له تېرا راکډه شوي د داعش وسله والو کورنۍ په جګړه کې د ماتې له امله بېرته د تېرا پر لور ګډه کول پيل کړي دي.

د شينوارو په ولسواليو کې د جګړو له پيله مخکې د کرښې له هغې غاړې د اورکزو او اپريديو سلګونه کورنۍ د افغانستان خاورې ته راکډه شوې وې او د خلکو کورونه يې په زور ونيول.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يادې کورنۍ بېرته تېرا ته اوړي.

مجاهد وايي: ((دې خلکو  غوښتل چې اچين ونيسي ولې ونه توانېدل او په جګړو کې يې سخته ماتې وخوړه  اوس يې راکډه شوې کورنۍ بېرته تېرا ته اوړي. هر ورځ لس پنځلس کورنۍ بېرته ګډه کېږي.))

ولسوال زياتوي چې له مامندو، پېخې او يو شمېر نورو سيمو کې تر اوسه لسګونه د داعش کورنۍ بېرته تېرا ته اوښتې او په يادو سيمو کې يې د وسله والو شمېر هم کم شوی دی.

غالب مجاهد يادونه وکړه: ((دوی خو د انګرېزانو غوندې پلان درلود، اول چې دا کورنۍ راواوښتې خلکو په خپلو کورونو کې ځای ورکړ. وروسته يې جګړې پيل کړې او د خلکو کورونه يې په زور ونيول.))

د نوموړي په وينا، د اچين د تختو په سيمه کې لا هم د داعش مرکزونه شته، خو اوس يې پر امنيتي سرتېرو بريدونه له نشت سره برابر دي.

د ده په خبره: ((هغوی جګړې بس کړې او زموږ سرتېري پرې د توپچي او ځمکني عمليات کوي، تېره ورځ مو هم په باندر کې د دوی دهشکې او هوانونه په يوه بريد کې له منځه يوړول.))

ولسوال په دې مرکه کې وويل چې له اچينه د ځايي بې ځايه شوو کورنيو کډې بېرته د راستنېدو په حال کې دي او حکومت هيله لري چې مرستې هم ورسره وکړي.

مجاهد وايي: ((خال خال ګډې بېرته راستنېږي او په خپلو کورونو کې اړوي، وضعيت د پخوا په پرتله بېخي ښه شوی دی، د ننګرهار والي ژمنه کړې ۵۰ ټڼه غم رالېږي؛ څو پر اړمنو يې ووېشو.))

دغه سيمه ييز چارواکی مني چې د اچين ولسوالۍ بې ځايه شوي لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري خو يادونه کوي چې تر دې مخکې يې هم په سيمه کې اړمنو کورنيو ته مرستې رسولې دي.

تېره اوونۍ د ننګرهار د امنيې قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په ګډون امنيتي چارواکو په اوونيز خبري کنفرانس کې ويلي وو چې د داعش پر ضد يې پيل کړي عمليات دوام لري.

دغو چارواکو ياد عمليات بريالي بللي او يادونه يې کړې وه چې وسله والو په سيمه کې ماتې خوړلې ده.

اخوا په ولسي جرګې د ننګرهار استازي فريدون خان مومند په جلال اباد کې څو ورځې مخکې يوې غونډې ته ويلي وو چې داعش وسله وال بلې سيمې ته د اوښتو پلان لري.

هغه د دې چارې لامل په سيمه کې د دغو وسله والو ماتې خوړل اعلان کړل، خو په دې تړاو يې نور ډېر څه ونه ويل چې کومې سيمې ته د اوښتو پلان لري.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمري چې تېره ورځ (د تله ۲۸مه) اچين ولسوالۍ ته  تللی و، پژواک ته وويل چې په سيمه کې امنيتي وضعيت ښه دی.

زمري زياته کړه: ((په اچين کې داعش له سخت مقاومت سره مخ شوی او ډېر تلفات يې ليدلي دي.))

هغه يادونه وکړه چې امنيتي سرتېرو په سيمه کې د همغږی مرکز جوړ کړی او د توپچي بريدونه يې د وسله والو پر ضد ډېر ګټور تمام شوي دي.

داعش وسله والو تر اوسه د دغو څرګندونو په غبرګون رسنيو ته څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه