ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج پروسې د روڼوالي او ستونزو د څېړنې لپاره يوه کميټه ګومارل کيږي

د حج پروسې د روڼوالي او ستونزو د څېړنې لپاره يوه کميټه ګومارل کيږي

author avatar
22 Oct 2015 - 16:39
د حج پروسې د روڼوالي او ستونزو د څېړنې لپاره يوه کميټه ګومارل کيږي
author avatar
22 Oct 2015 - 16:39

کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): ولسمشر غني وايي، د حج پروسې د کره ارزولو په موخه به يوه کمېټه وګوماري، تر څو د دغه بهير روڼوالى، اغېزمنتوب او ستونزې وڅېړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې افغان حاجیانو ته ښه راغلاست او مبارکي وويله.

سرچينه کاږي چې نوموړي حاجيانو ته وويل، د خدای تعالی شکر ادا کوي چې په بریالیتوب سره مو د حج فریضه ادا کړه او په خیر سره بېرته خپل هېواد او کورونو ته راستانه شوئ.

سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې چې د حج او اوقافو وزیر هم حضور درلود، ولسمشر وویل: "ستاسو د ښه راغلاست، درناوي او د حج پروسې د لا ښه والي او حاجیانو ته د ښو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، ستاسو د نظریاتو د اورېدلو په خاطر نن هوایي ډګر ته راغلی یم."

ده زياته کړه، د هوایي ډګر، اریانا افغان هوایي شرکت او په مجموع کې د حج پروسې د دقیقې ارزولو په موخه به یوه کمېټه وګوماري، ترڅو د پروسې شفافیت، موثریت او ستونزې دقیقې وڅېړې.

د هغه په وينا، په دې هکله به له ځینو حاجيانو سره هم ټېلېفوني اړیکه ونیسي او نظریات به یې واخلي.

نوموړي په خیر و خیریت سره خپلو کورنیو ته د رسېدو په موخه له حاجیانو سره د مخه ښې پر مهال وویل، په دې هیله چې د خدای تعالی په دربار کې د افغانستان او ټول مسلمان امت په حق کې ستاسو دعاګانې قبولې شوې وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر له حاجیانو سره له لیدنې وروسته، په شهید سردارمحمد داوود خان څلورسوه بستریز روغتون کې د افغان هوايي ځواک د هغو ټپیانو پیلوټانو پوښتنې ته ورغی چې په دې وروستیو کې د هېواد د دفاع په لاره کې ټپیان شوي وو.

اشرف غني دغو ټپیانو پیلوټانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ټول هېواد ویاړ یئ او هېوادوال مو د سرښندنو او مبارزو قدرداني کوي.

دى وايي: "د درملنې پروسه مو زه هره ورځ تعقیبوم او په همدې موخه مو نن له نږدې څخه لیدنې او حضور ته راغلم."

نوموړي د یاد روغتون ډاکټرانو ته د هېواد د هوایي ځواک د دغو ټپیانو د ښې درملنې د لارښوونې پرمهال وویل، د دوی د ښې درملنې لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلئ او په دې برخه کې خپلې هڅې مه درېغوئ.

ولسمشر همدارنګه د خدای تعالی په دربار کې یادو ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا هم وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.