زرنج (پژواک ٣٠ تله ٩٤): د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي دروازه له شا وخوا څلورو لسيزو وروسته يوځل بيا د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوه او له ٢٠٠ څخه زيات زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت شول.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه ښوونځى په منار کلي کې پروت دى او خلک يې د ١٣٥٠ لسيزې په وروستيو کې د جګړو له امله مهاجر شوي و.
ياد ښوونځى اوسمهال د سيمې د خلکو په مرسته بيا رغول شوى چې لس ټولګي لري او د ٦٠ سلنه نجونو په ګډون پکې ٢٢٠ زده کوونکي زده کړې کوي.
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزى وايي، چې په تېرو ٣٧ کلونو کې دلته کوم ښوونځي شتون نه درلود او د سيمې زده کوونکي اړ و، څو شل کيلومټره پلى تګ وکړي او بيا د کوتلک ښوونځي ته لاړ شي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال دغه زده کوونکي په داسې يوې ودانۍ کې زده کړې کوي چې د سيمې د ټولنيز مرکز له لوري پوهنې ته ورکړل شوى او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د دغه ښوونځي لپاره د کليو د پراختيا رياست يوه نوې ودانې ورغوي.
د ولسوال په وينا، دوه ښوونځي د ولسوالۍ په مرکز او يو بل يې له هغه يو څه لرې هم فعاله دي، خو د خاشرود په نورو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو د موجوديت له امله نور ښوونځي شتون نه لري.
د سيمې يوه سپين ږيري نورعلي د دغه ښوونځي له پرانيستې څخه د خوشالۍ په څرګندولو سره زياته کړه، دوى هڅه کوي چې په سيمه کې نور ښوونځي هم جوړ او رامنځته کړي.
هغه زياته کړه: " که چېرې د زده کوونکو لپاره ځاى پيدا نه شي نو دې ته حاضر يو چې زده کوونکو ته په جوماتونو کې روزنه ورکړو."
د نيمروز د ولايتي شورا مشر محمد صديق چخانسوري وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې شل ښوونځي تړلي و او دغه راز دوه ښوونځي د وسلوالو مخالفينو له لوري سوځول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ډېرى ښوونځي د چاربرجک، خاشرود او دلارام ولسواليو د مرکزونو په شا وخوا کې تړلي پاتې شوي او هر ښوونځي شا وخوا دوه سوه زده کوونکي درلودل چې په دې شمېر سره شا وخوا څلور زره زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې شوي دي.
چخانسوري وايي: " د ښوونځيو تړل کېدو، پوهنې ته لوى ګوزار ورکړى او دغه ښوونځي بايد پرانيستل شي."
خو د نيمروز د پوهنې مشر عبدالواحد حکمت وايي، چې د ښوونيز کال له پيل راهيسې په دې توانېدلي، څو هغه پنځه ښوونځي چې په تېرو ١٣ کلونو کې تړلي و، د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
هغه زياته کړه، چې په دغو ښوونځيو کې د ١٧٠ نجونو په ګډون ٦٠٠ زده کوونکي زده کړې کوي.
د ويلو ده چې د نيمروز په کچه د ١٨ زره نجونو په ګډون له ٨٥ زره ډېر زده کوونکي په ١٤٠ ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










