فيض اباد (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): په بدخشان کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د څلورمې لوا تاسيسات، د المان په ٢٠ ميليون ډالره مرسته جوړېږي.
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې تېره ورځ په بلخ کې د الماني ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموريت مشر اندرس هنيمان rigadier General Andreas Hanneman د يوه پلاوي په مشر بدخشان ته تللى او د دې مرستې ژمنه يې کړې ده.
د بدخشان سرپرست شاه ولي الله اديب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا تاسيسات د بدخشان په مرکز فيض اباد او بهارک ولسوالۍ کې د المان په مرسته جوړېږي.
هغه زياته کړه ې په دې دايمي تاسيساتو کې د ملي پوځ د سرتېرو د استوګنې او يوې لوا د اړتيا وړ ټول امکانات په پام کې نيول شوي دي.
په فيض اباد کې به د څلورمې لوا لنډمهاله تاسيسات هم جوړ شي چې څه باندې سل معياري خېمې په کې دي.
د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال جنرال عتيق الله چې د دغه پلاوي مشري کوي، پژواک ته يې وويل چې دا تاسيسات د المان په ١٦٩ميليونه افغانۍ مرسته جوړېږي.
هغه وايي چې کار به يې د لړم له لومړۍ نېټې پيل او په دوو اوونيو کې به بشپړ شي چې موخه يې دا ده چې د يخنۍ په را رسېدو سره بايد سرتېري يو لنډمهاله ځاى ولري.
د پوځ دغه چارواکي زياته کړه چې د دايمي تاسيساتو کار به له ژمي تېرېدو وروسته پيل شي.
د سرچينې په خبره، اوسمهال د پوځ يو کنډک په فيض اباد او بل په بهارک کې مېشت دى او په لنډ مهاله ځايونو کې اوسېږي چې د دايمي تاسيساتو په جوړېدو سره به يې دا ستونزه حل شي.
لوى درستيز ډګر جنرال قدم شاه شهيم د تلې په ١٢مه نېټه بدخشان ته د يوه سفر په ترڅ کې ويلي وو چې د ملي اردو دوې کومانډو قطعې به په نږدې راتلونکي کې په فيض اباد او بهارک کې مېشته شي.
د بدخشان ځينې نا امنه وي او د وردوج ولسوالي د تلې له نهمې نېټې راهيسې د طالبانو په واک کې ده، خو د بهارک ولسوالي چې د تلې په لسمه طالبانو نيولې وه، له يوې ورځې ځنډ وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونيوله.
د ويلو ده چې د المان د بيا رغونې ډله يا پي ار ټي چې د ١٣٩٢ لمريز کال تر نيمايي پورې د ايساف په چوکاټ کې په بدخشان ولايت کې مېشته وه، له وتلو وروسته يې خپل مرکز عامه نظم پوليسو ته وسپاره.
د ناټو په مشرۍ دايساف ١٣ کلن جګړه ييز ماموريت، د ٢٠١٤ کال په پاى کې په افغانستان کې په رسمي ډول پاى ته ورسېد او له هغه وروسته د ناټو د (پرېکنده ملاتړ) ماموريت پيل شو چې د افغان ځواکونو سره همکاري، روزنه او مشوره په کې شامله ده، افغان ځواکونو له هغه وروسته په ټول هېواد کې امنيتي مسووليتونه اخيستي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










