منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.و
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

څورلس کلنه “يګانه” طلاق غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

 فراه(پژواک، ٥ لړم ٩٤): ١٤ کلنه يګانه وايي:((خاوند مې د واده د پيسو اخيستلو لپاره زه وهلم او ويل يې چې ورشه له پلار دې زما پيسې بېرته واخله، هغه په زنځير تړلم او په زنځير يې وهلم، په بدن يې د سيخ داغونه راکول.))

يګانه د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې له خپل پلار او ورور سره د فراه ولايت مقام ته راغلې، څو د طلاق اخيستلو ترڅنګ خپل خاوند مجازات کړي.

د يګانې ٢٤ کلن ورور عبدالمجيد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پلار يې يګانه د ٥٠٠ زره افغانيو ولور په بدل کې د امان الله په نامه يوه ٢٥ کلن ځوان ته په نکاح ورکړه.

 هغه وويل:((امان الله يواځې درې سوه زره افغانۍ مخکې ورکړې او ويې ويل چې نورې پيسې نه لري، موږ هم اړ شوو چې په همدې درې سوه زره افغانيو يې واده وکړو.))

عبدالمجيد وايي چې د واده له مراسمو وروسته امان الله يګانه له ځان سره د فراه مرکز کې دار اباد کلي ته خپل کور ته بوتله.

هغه زياته کړه، دا چې د پرچمن نه د فراه تر مرکز پورې لاره سخته او اوږده ده، په دې موده کې يې يو يا دوه ځله کوښښ وکړ چې خور يې له ځان سره ولسوالۍ ته راولي، خو اجازه يې ورنه کړه.

 هغه وويل چې په دې وروستيو کې يې معلومات تر لاسه کړي چې امان الله يګانه له دې امله وهلې چې پلار يې ورڅخه زيات ولور اخيستى.

عبدالمجيد وويل:((بالاخره يوه اوونۍ وړاندې يې موږ ته احوال راکړ چې يګانه ناروغه ده، راشئ او بويې ځئ.))

يګانه ډېره ډنګره شوې وه ، د لاسو او پښو له خيرو يې معلومېده چې امکان لري له ډېرې مودې راهيسې يې حمام نه وي کړى.

 يګانه چې په سمه توګه يې  يې خبرې نه شواى کولى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دتېر  يوه کال په اوږدو کې يې خاوند (امان الله) تل بېلابېلې شکنجې ورکولې.

هغه چې په خپلو پښو نه شواى درېدلى او پلار يې په خپلو اوږو لېږدوله، وويل:((امان الله به تل وهلم او ويل به يې چې ورشه له پلار څخه دې زما پيسې بېرته واخله، په ځنځير يې تړلم، په ځنځير يې وهلم او په بدن يې د سيخ داغونه راکول.))

 هغې زياته کړه:((سم خواړه يې نه راکول، ډېر وخت به بې هوښه شوم، بيا به يې يو څه وچه ډوډۍ راکړه.))

د يګانې پلار ٧٣ کلن عبدالله چې د خپلې لور په حال يې اوښکې تويولې او د خپلې لور په اړه له کړي کار پښېمانه و، وويل چې امان الله يې لور شکنجه کړې او د ښي مټ هډوکى يې ورمات کړى دى.

عبدالله وويل:((زه او دوه زامن مې ټول کروندګر او غريب خلک يوو، په ښار کې هم څوک نه پېژنو، دلته د ښځو چارو رياست او د ولايت مقام ته راغلو چې له دې ظالم نه مې د لور طلاق واخلم.))

 هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې امان الله دده د لور د شکنجه کولو په سبب مجازات کړي او همدارنګه د لور د درملنې په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د فراه د ښځوچارو رياست سرپرستې شاه ګل سديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يګانه، پلار او ورور يې دوه ورځې وړاندې د ښځو چارو رياست ته مراجعه کړې ده.

د هغې په خبره، د يګانې پر بدن شته نښو ښودله چې سخته وهل شوې او شکنجه شوې ده. هغې وويل چې د يګانې ښى مټ د وهلو ډبلو او شکنجې په سبب مات شوى دى.

هغې وويل:((اصلا د يګانې پلار ملامت دى چې د خپلې ماشومې لور په حق کې يې ظلم روا بللى او هغه يې په کم عمر کې واده کړې ده.))

سديد زياته کړه چې يګانه يې امن خونې ته ور معرفي کړې، خو د امن خونې چارواکي  هغه  د ناسم روغتيايي حالت په سبب نه ده منلې.

هغې وويل چې د يګانې خاوند امان الله په وهلو او شکنجې تورن دى چې د فراه امنيه قوماندانۍ د جنايي پوليسو له خوا نيول شوى او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوى دى.

 د فراه د ښځو چارو رياست د سرپرستې د معلوماتو له مخې، د روان کال په شپږو لومړيو مياشتو کې د ښځو په برخه کې د کورني تاوتريخوالي ٤٢پېښې، د وهلو شپږ پېښې، د طلاق ٢٨ پېښې، له کوره د تېښتې ١١ پېښې، د کوژدې د فسخه کولو پنځه پېښې، د نفقې د نه ورکولو څلور پېښې او د وژنې درې پېښې ثبت شوې دي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه