منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ميدان وردګو کې شل بېلابېلې پروژې بشپړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۴ کتنې

ميدانښار (پژواک، ۶ لړم ۹۳): چارواکي وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې د نږدې شل ميليونه افغانيو په لګښت شل بېلابېلې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې د کليو پراختيا ادارې د ملي پيوستون پروګرام په مالي لګښت د دغه ولايت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې پلې شوې دي .

نوموړی زياته کړه، په دغو پروژو کې د ټولنيزو غونډو درى خونې، پنځه سړکونه، پنځه کاريزونه او د پاکو اوبو څاه ګانې، د دريو ويالو پخول او د پلچکونو او تشنابونو جوړول شامل دي .

خوږياڼی وايي، د دغو پروژو چارې د دريو مياشتو په موده کې بشپړې شوې چې په يو مهال ترې شاوخوا ۲ زره کورنۍ ګټه اخيستلای شي .

د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس احمد جعفري هم د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې تر دې وروسته به د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په اړوند برخو کې يو شمېر ستونزې حل شي.

هغه له حکومت څخه په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم وکړه

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه