زرنج (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): په نيمروز کې د "نداى زن" موسسې، د امن کور له لارې ١٥٠ نجونې او ښځې بېرته خپلو کورنيو ته ور ستنې کړې دي او دمګړۍ يو شمېر مېرمنې په دې ځاى کې ژوند کوي.
د امن کور په نيمروز کې په ١٣٩١ کال کې رامنځ ته شو، کومې ښځې چې له تاوتريخوالي زيانمنې شوې او يا له ګواښ سره مخ دي، له هغوى څخه د ملاتړ په برخه کې فعاليت کوي.
ښځې د امن په کور کې له رواني، روغتيايي او طبي مشورو پرته، سواد او حرفه هم زده کړې کوي.
په نيمروز ولايت کې د "نداى زن" موسسې يو مسوول خليل احمد عزيزي وايي چې تر دې مهاله ١٥٠ مېرمنې چې د وهلو ډبلو په څېر له تاوتريخوالي او له کوره د تېښتې قضيې لري، د امن په کور کې يې پناه اخيستې او ستونزو ته يې لاسرسى شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى ستونزې د اړوندو همکارو ارګانونو له لوري حل شوې دي او خپلو کورنيو ته بېرته ستنول شوي دي.
د عزيزي په وينا، ٢٠ ښځو ته د خياطۍ روزنه ورکړل شوې او پاتې نورو ته يې د کورنيو او بشري حقونو په اړه پوهاوى ورکړل شوى دى.
د نداى زن موسسې دغه مسوول وويل چې دمګړۍ ١٠ مېرمنې او څلور ماشومان په امن کور کې اوسېږي او هڅه کېږي چې ستونزې يې د همکارو ارګانونو په مرسته ډېر ژر هوارې شي.
کومې مېرمنې چې د امن په کورونو کې ساتل کېږي، دغه ځاى د کورنيو شخړو او اختلافاتو د هواري لپاره ګټور بولي.
د نيمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکې ٤٠ کلنه مېرمن وايي چې خاوند يې له کومې خبرې پرته هغه وهله او ټکوله، څو چې پنځه مياشتې وړاندې يې دا او لور يې له کور را وايستل.
دې مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي او ٢٠ کاله وړاندې يې واده کړې دى، وويل چې د سرپناه نه شتون له امله د امنيې قوماندانۍ جنايي مديريت ته ورغله او هغوى ياده مېرمن او لور يې امن کور ته معرفي کړې.
نوموړې زياته کړه چې يوه مياشت يې د امن په کور کې تېره کړه او د دغه بنسټ مسوولينو د هغې مېړه ور وغوښت او څلور ځلې يې هغې او د نوموړي خاوند ته مشورې ورکړې څو په پاى کې خاوند ومنله او ضمانت يې ورکړ چې هغه کور ته بيايي او بيا به ورسره تاوتريخوالى نه کوي.
هغې وويل: "يوه مياشت کېږي چې له امن کور څخه خپل کور ته راغلې يم او د امن کور ښځينه کارکوونکې درې ځله کور ته راغلې دي او زما د ژوند او د خاوند له چلند څخه مې يې پوښتنه کړې ده، د خداى تعالى شکر دى چې نوى ژوند مو پيل کړى دى."
د نيمروز د ښځو چارو رياست مشرې امنې حکيمي وويل چې امن کور د ښځو ستونزو د حل په برخه کې ،غوره نقش لوبوي.
هغې وويل چې د امن په کور کې ښځو ته د کورني حقونو په اړه پوهاوى ورکول کېږي او د ښځو رياست هم يو شمېر بې سرپرسته مېرمنې هلته ور معرفي کوي چې ملاتړ يې کېږي.
د ښځو چارو رياست د شمېرو له مخې، د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ٨٠ پېښې ثبت شوې دي؛ په داسې حال کې چې د تېرکال ورته موده کې دا پېښې ٦٠ ته رسېدلې رسېدې.
درى وژنې او يوه ځان سوځونه چې د مړينې لامل شوه د تاوتريخوالې سږنۍ پېښې دي او د تېر کال تاوتريخوالي کې دوه قتلونه شامل دي، د تاوتريخوالي ډېرې پېښې وهل ټکول، له کور څخه تښته، په ټيټ عمر کې کوژده کول، نفقه نه ورکول او ... جوړوي.
د نيمروز د ښځو چارو رياست د تاوتريخوالي زياتېدو لامل بېوزلي، وزګارتيا او د نارينه و روږديتوب وباله او ويې ويل: "موږ د تاوتريخوالي راکمولو په اړه کمپاينونه لرو چې کليو او ان کور په کور ګرځو؛ مېرمنو ته هم ويل کېږي چې د خاوندانو حقونه وپېژني او همداراز خاوندانو ته ويل کېږي چې د ښځو حقونه مراعات کړي."
د نيمروز له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست شمېرې ښيي چې د ٦٠٠ ښځو په ګډون په دغه ولايت کې ١٠زره تنه پر نشه يي توکو روږدي دي او ډېرى يې هغه ځوانان جوړوي چې د کار لپاره ايران ته تللي دي او بېرته روږدي راستانه شوي دي.
د نيمروز مدني ټولنې يوې فعالې راضيې بلوچ وويل، د نيمروز مېرمنو لويه ستونزه دا ده چې هره کورنۍ کې يو معتاد شتون لري چې دا کار کورنيو کې د تاوتريخوالي لامل ګرځي.
هغې وويل: "که څه هم تېره يوه لسيزه کې د ښځو لپاره دعامه پوهاوي د روزنې ورکولو پروګرامونه زيات وو او مېرمنې توانېدلي دي چې ډېر پرمختګ وکړي؛ خو دا بسنه نه کوي افغان وګړي له نورو هېوادونو څخه وروسته پاتې دي او بايد دولت خورا پاملرنه وکړي."
د نداى زن دفتر يوې کارکوونکې وويل، چې د ښځو لويه ستونزه د کار نه شتون دى او د مرسته رسوونکو بنسټونوله لوري ورته کاري موکې نه دې برابرې شوې.
نوموړې وويل: "ځينې نجونې چې له ښوونځيو څخه فارغې شوې دي هغوى ته هم کار نشته، موږ له مرستندويه موسسو غواړو څو د سينګار، خياطۍ، خامک ګنډلو او غاليو اوبدلو په څېر پروژې رامنځ ته کړي څو مېرمنې په کار شي او له خاوندانو سره د کورني اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مرسته وکړي؛ ځکه ډيرى تاوتريخوالى له بېوزلې او وزګارتيا څخه ترسره کېږي."
د سرچينې په وينا، د تاوتريخوالو يادې پېښې کورنيو کې د شخړو لامل کېږي او په پايله کې ښځې د امن کورنو ته پناه وروړي.
د يادونې ده، سږ کال د ښځو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د تاوتريخوالي کومه کچه نه ده وړاندې شوې؛ خو د دغه وزارت د تېرکال تاوتريخوالي شمېرې ٢٥٠٠ وې چې د قتل، ځان وژنې، ځان سوځونې، وهل ټکولو، جبري ودونو، نفقه نه ورکولو ... موارد په کې شامل وو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










