منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې ٥٠ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

پلخمري (پژواک، ١١لړم ٩٤): بغلان ولايت کې د پنځوسو ټولګټو پروژو په بشپړېدو څه باندې ١٢زره کورنيو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتيا رامنځته شوه.

په دې پروژو کې د ٢٤ کيلومتره سړک رغونه او پخول، ٨٦ نيمه ژورې  څاګانې، د اوبو برېښنا څلور کوچني بندونه، دوه کيبلي پولونه، ١٤ پولګوټي، يو کيلومتر استنادي دېوال او شپږ ټولنيز مرکزونه شامل دي.

يادې پروژې د روان کال په لومړيو کې په نهرين، دوشي، خنجان، برکه، تاله اوبرفک، دهنۀ غوري، ده صلاح، خوست ، پلحصار ولسواليو او د بغلان په مرکز پلخمري کې پلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بغلان د کليو پراختيا رياست د مطبوعاتو مسوول محراب الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې په ټوليز ډول د څه باندې ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت، د کليو پراختيا وزارت له بوديجې او د خلکو په ١٠ سلنې ونډې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه چې پروژې د سيمه ييزو شوراګانو د اړتياوو  او غوښتنو پر بنسټ  پلې شوې دي او څه باندې ١٢زره کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.

د تاله او برفک ولسوالۍ د دره اشرف کلي اوسېدونکي شرف الدين وويل: "زموږ د کلي لار ډېره خرابه وه، موږ به خپل ناروغان د خرو په واسطه کلينيک ته لېږدول، دوه ساعته مزل به موکاوو خو اوس موټر کې دا واټن لس دقيقې دى.

هغه وويل چې له کلې څخه د ولسوالۍ تر عمومي سړک  پورې، پر درى کيلومتره سړک باندې کرېړ اچول شوى دى او خلکو ته  اړينې مواصلاتي اسانتياوې رامنځ ته شوې دي.

د بورکې ولسوالۍ د فلول کلي اوسېدونکي بازمحمد وويل چې ستره ستونزه يې د څښاک اوبو نه شتون وه او اوبه يې له يو ژورې څاه چې له کورونو يې درې کيلومتره لرې ده، د خرو په واسطه راوړې.

دغه کس په ډاګه کړه: "هلته هم ګڼه ګوڼه وه، وروسته له دوو ساعتونو پر دې وتوانېدو څو دوه بوشکې اوبو واخلو."

هغه وويل ، اوس چې د کليو پراختيا رياست له لوري  د دې ولسوالۍ ١٣ کليو کې نيمه ژورې څاګانې کيندل شوې دي او له بمبې څخه په اسانه اوبه ترلاسه کوي او نوره اړتيا نشته څو د اوبو راوړلو لپاره څلور ساعتونه وخت ضايع کړو.

تېره مياشت هم د بغلان ولايت په ١٠ ولسواليو کې پنځه زره کورنۍ د ملي پيوستون له ٥٠ پروژو څخه چې د ښوونځيو جوړول، د اوبو کانالونو کيندل او سړک جوړول په کې شامل دي، د کليو پراختيا وزارت له لوري ٩٨ ميليونه افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د کليو پراختيا وزارت وايي چې په تېرو لسو کلنو کې څه باندې ٧٢ زره ټولګټې پروژې د کليو پراختيايي شوراګانو له لوري د هېواد په کچه تطبيق شوې دي.

د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني پرون د کليو پراختيايي شوراګانو ملي کنفرانس کې وويل، دا پروژې چې د ٨٥ ميليونه ورځ مزدورۍ په شمېر پلې شوې دي، د کليو ٢١ ميليونه اوسېدونکي ترې برخمن شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه