کندهار (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کندهار ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، تمه ده چې سږ کال به په دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شي چې له مخې به يې د نشه يي توکو په کارولو او قاچاق کې هم کمښت راشي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د کندهار په هغو ولسواليو کې چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي، د فوډ زون پروګرام په چوکاټ کې د خلکو په غوښتنه يو شمېر بنسټيزې پروژې پيل شوې دي.
هغه زياته کړه، دغه ټکي ته په کتو تمه ده چې سږ کال په کندهار کې نه يوازې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شي، بلکې د نشه يي توکو په کارولو او قاچاق کې به هم جوت کمښت راشي.
فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى چې دوه کاله وخت نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.
په دغه پروګرام کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.
ياد پروګرام په ژېړۍ، ميوند، شاوليکوټ، پنجوايي او يو شمېر نورو ولسواليو کې عملي کېږي چې دا يې دويم کال دى.
شکران وايي، په هغو ولسواليو کې چې ډېر کوکنار په کې کرل کېږي، د نورو ستونزو تر څنګ د خلکو بنسټيزه ستونزه د اوبو کمښت دى، چې له امله يې هغوى د کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.
د ده په خبره، حکومت په دې وروستيو کې د خلکو دې ستونزې ته پام کړى او د فوډ زون په پروګرام کې يې د خلکو په غوښتنه داسې پروژې په پام کې نيولې چې د اوبو د کمښت ستونزه ورسره هوارېدلاى شي.
نوموړى زياتوي، دا مهال د کندهار په اوو ولسواليو کې د فوډ زون پروګرام تر چتر لاندې تر ٤٠ ډېرې پروژې روانې دي چې له دې ډلې د کانالونو جوړولو يوولس پروژې په ژيړۍ، پنجوايي او ميوند کې بشپړې شوې او پاتې نورې بشپړېدو ته نژدې دي.
هغه زياته کړه، د اوبو لګولو دغه يوولس کانالونه ټولټال ١٤٣ کيلومتره اوږدوالى لري چې په جوړېدو سره يې اوس د سيمې اوسېدونکي کولاى شي خپلې کرنيزې ځمکې او باغونه خړوب کړي.
ده يادونه وکړه چې د دې تر څنګ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا په ميوند ولسوالۍ کې د عشق اباد د اوبو بند جوړول منظور شوي، چې ډېر ژر به يې د رغولو چارې پيل شي.
په تېر کې په دې ولسوالۍ کې د اوبه خور لپاره له ٣٦٠ کارېزونو کار اخيست، چې اوس يې ډېرى وچ شوي دي.
شکران دغه بند ډېر مهم وباله او ويې ويل چې په دې بند کې به د موسمي بارانونو اوبه ډنډ کېږي او د ميوند په ګډون به د پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو لسګونه زره هکتاره ځمکې خړوبوي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس وويل دغه ټولې پروژې د خلکو د غوښتنې او اړتيا پر بنسټ پلي کېږي چې هغوى يې په بدل کې د کوکنارو د نه کرلو هوډ کړى دى.
دى وايي، خلکو ژمنه کړې چې نور به د کوکنارو پر ځاى ريحان، زعفران او نور مثمر کښتونه کوي.
شکران دا لارې چارې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ډېرې مهمې ګڼي او وايي په تېرو کلونو کې د کوکنارو اړولو کمپاين هم تلفات او هم ډېر مالي لګښت درلود، خو تر ټولو بده لا دا چې هومره اغېزمن هم نه و.
دى وايي، سر له اوسه يې په ولسواليو د کوکنارو د نه کرلو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پيل کړي دي.
خو نوموړي غوښتنه وکړه چې د کرنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د کليو پراختيا وزارتونه دې د کروندګرو د روا کښتونو محصولاتو په کور دننه او بهر بازار پيدا کړي.
خو شکران له دې هڅو سره په خوا کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر ضد د يوه ملي پاڅون پيل کېدا مهمه ګڼي او وايي همدا اوس په کندهار کې د معتادينو شمېر ١٣٠ زره تنه ته لوړ شوى چې ١٠ سلنه يې مېرمنې جوړوي.
دى وايي، دا شمېره ورځ تر بلې په داسې حال کې لوړېږي چې د هغوى د درملنې امکانات ډېر کم دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت خبر وکړى چې د تېر په پرتله سږ کال د هېواد په کچه د کوکنارو په توليد کې ٤٠ سلنه کمښت راغلى دى، په داسې حال کې چې تېر کال ٧ سلنه زيات شوى و.
تېر کال د هېواد په ١٣٢ ولسواليو کې پر ٢٢٤ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې له دې جملې څخه تر ټولو ډېر کوکنار د کندهار، هلمند، فراه او نيمروز ولايتونو په ١٠ ولسواليو کې کرل شوي وو چې د توليد اندازه يې د ټول هېواد په کچه ٥٦ سلنه وه.
په کندهار کې ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ دي چې پراخ دښتونه لري او تېر کال يې پر شاوخوا ٣٠ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










