کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٤): د پوهنې وزارت وايي، د ٢٠٠ ښوونځيو ترمنځ د مناظرې پروګرام وروستى پړاو نن پاى ته ورسېد، چې په پايله کې يې د پروان ولايت ټيم لومړى او د جوزجان ټيم دويم مقام خپل کړ.
د دې وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروګرام د انګلستان په مالي ملاتړ د برک موسسې او پوهنې وزارت په همکارۍ پیل شوی و.
د ښوونځيو ترمنځ د مناظرې پروګرام د لسو ولایتونو د ۲۰۰ ښوونځيو ترمنځ ترسره شو، چې زر تنه زده کوونکو په کې ګډون کړی وو.
د دې پروګرام وروستی پړاو د دوه موضوعاتو "د ښوونځيو کموالی د نجونو د زده کړو پر وړاندې اصلي مانع" او "کتاب لوستل په ژوند کې د بري یواځینۍ لار" په اړه جوړ شوی و.
د ښوونځيو ترمنځ د مناظرې پروګرام وروستي پړاو ته د جوزجان او پروان ولایتونو ټیمونه وتلي وو، چې په پایله کې د پروان ولایت د مناظرې ټیم لومړی او د جوزجان د مناظرې ټیم دویم مقام خپل کړ.
د ښوونځيو ترمنځ د مناظرې پروګرام وروستی پړاو نن په کابل ښار کې د پوهنې د وزیر اسدالله حنیف بلخي په ګډون ترسره شو.
د پوهنې وزیروویل: "خوښ یم چې زده کوونکو په داسې یو پروګرام کې ګډون کړی، چې د دوی د درسي پروګرامونو د پیاوړتیا سبب کېږي. ښوونځي، دیني مدرسې او پوهنتونونه د زده کوونکو لارښود ځای دی او د زده کړو پاتې کار د زده کوونکو په شخصي مطالعې او کوښښونو پورې اړه لري، څو لوړو علمي مدارجو ته ورسېږي."
ده زیاته کړه، په ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو ته دنده سپارل شوې، چې د زده کوونکو ترمنځ په ښوونځيو کې د مقاله لیکلو او کتاب لوستلو سیالۍ پیل کړي.
هغه وايي: "د پوهنې وزارت د مقاله لیکلو سیالۍ د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په نوښت د هېواد په ټولو ښوونځیو کې پیلوي. په دې پروګرام کې پر زده کوونکو ځانګړي کتابونه وېشل کيږي، چې د هغو له مطالعې سره مقالې ولیکي او غوره مقالو ته به جایزې ورکړل شي".
د نجونو د زده کړو پر وړاندې ګواښونه "GEC" پروژې امر سید زکریا الرحمن وويل: "موږ د انګلستان هېواد په مالي ملاتړ د "GEC" پروژې له لارې هغو نجونو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرو، چې د ګڼو لاملونو له امله له زده کړو لرې پاتې دي.
د نوموړي په وينا، د دې پروژې له لارې هڅه کوي، چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې شاوخوا ۱۵زره نجونو ته د ښوونځيو د تګ زمینه برابره کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










