کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٤): د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د هېواد د سړو سيمو د لومړنيو ښوونځيو کلنۍ ازموينې به د لړم په ٢٥مه او د منځنۍ او ثانوي دورې د ليندۍ په لومړۍ نېټه پيل شي.
د پوهنې وزارت د خپرونو رياست مرستيال عبدالصبور غفراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد دولتي او شخصي ښوونځي د دې خبرتيا تابع دي.
د هغه په خبره، د سامع زده کوونکو ازموينه د تېر کال په پرتله د کلنيو ازموينو په پاى کې د ځانګړې کړنلارې له مخې اخيستل کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه ١٧٧٠٠دولتي او څه باندې ١٠٠٠ شخصي ښوونځي فعاليت لري چې ١١،٥ ميليونه زده کوونکو ته په کې زده کړه ور کول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










