Language

خوست کې د ښوونکو د يوه ښارګوټي د جوړېدو چارې  پيل شوې

خوست ښار ( پژواک، ١٩ لړم ٩٤ ) : په خوست کې د ښوونکو د يوه ښارګوټي د جوړېدو چارې چې په کې به ٢٧٥ د استوګنې کورونه جوړېږي، پيل شوې.

دغه ښارګوټی، چې د ښوونکو لپاره په کې ۲۷۵ د استوګنې کورونه په نظر کې نيول شوي، د خوست د تڼيو ولسوالی اړوند د سيګۍ په سيمه کې پر ۱۲۰ جريبه ځمکه جوړېږي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د لړم په ١٩مه، په همدې اړ جوړې شوې غونډې ته وويل، چې په ياد ښارګوټي کې کورونه د ګربزو او تڼيو ولسواليو هغو ښوونکو ته ورکول کېږي، چې د عمر ډېره برخه يې په تدريس تېره کړې وي.

نوموړي زياته کړه، ولايتي اداره غواړي، چې د دې ولايت د ټولو ښوونکو لپاره، چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، د ژوندانه د کچې د لواړوي لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

هغه وايي : ((دلته ۲۷۵ ښوونکو ته د کور زمينه برابره شوه، دوی ته يوه يوه نومره ځمکه توزيع شوه، څو په راتلونکې کې دوی د کور خاوندان واوسيږي او په ارامه فضا کې زده کونکو ته تدريس ورکړي.))

حبيبي زياته کړه، چې د دې ښارګوټي د جوړولو فرمان نږدې نهه کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورکړی و، خو د ځمکې د غصب له امله يې کارونه په ټپه ولاړ وو.

هغه وويل،چې په راتلونکې کې به د خوست نورو اړمنو ښوونکو ته هم، چې د سرپناه له ستونزې سره مخ دي، د دې ولايت بېلابېلو سيمو کې د استوګنې د کور جوړولو زمينه برابره کړي.

د تڼيو ولسوالی يو تن ښوونکی حکيم خان وايي، چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو په دا دومره کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې امتياز ورکول کېږي.

هغه وويل، د ياد ښارګوټي په جوړېدو سره به هغه ښوونکي چې سرپناه نه لري،د کور خاوند شي او ترڅنګ به يې خپله دنده هم په ښه ډول ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دا په راتلونکو ښوونکو باندې هم مثبت تاثير لري. موږ دلته په ډېرو کمو معاشونودندې ترسره کوو، خو اوس فخر کوو، چې د يوې، يوې نومرې خاوندان شوو.))

يو بل ښوونکي لعل سعد الدين، چې ۲۲ کاله يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې، له پژواک اژانس سره په خبرو کې د نومرو په وېش خوښي وښوده او د دولت دا اقدام يې وستايه.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د ښوونکو ژوند ته نور هم پام وکړي، ځکه د ده په وينا ښوونکي له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

Related Topics