منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتيا د ملکي روغتون د ډاکټرانو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېد

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

ګردېز(پژواک،١٩لړم٩٤): د پکتيا ولايت د ملکي روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو کاري اعتصاب درېيمې ورځې ته وغځېده چې له امله يې ګڼ شمېر ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

د ياد شوي روغتون ډاکټرانو وړمه ورځ له دې امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې ويل يې له پنځو مياشتو راهيسې  ورته مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.

د پکتيا د ملکي روغتون يو تن ډاکټر محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اعتصاب به تر هغه دوام وکړي، ترڅو يې غوښتنې نه وي منل شوې.

هغه زياته کړه : (( هم موږ ته معاش نه را کوي او هم موږ ته طبي وسايل، نو څنګه ممکنه ده چې موږ د ناروغانو درملنه وکړو.))

د پکتيا د ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر نذير شرافت هم پژواک ته وويل: (( موږ په ټوله معنی د ملکي روغتون د ډاکټرانو د کاري اعتصاب ملاتړ کوو.))

ده د عامې روغتيا پر  وزارت نيوکه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې د پکتيا ملکي روغتون ته اړين تجهيزات نه دي برابر کړي.

د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکى محمد يوسف وايي : (( په ټوله پکتيا کې همدا يو ښه روغتون دى خو له تېرو دوه ورځو راهيسې يې ډاکټران کار نه کوي.))

دى وايي چې هره ورځ دې روغتون ته لسګونه کسان مراجعه کوي خو له درملنې پرته ځکه ستنيږي چې د روغتون دروازه تړلې ده.

د زرمت ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سردار محمد پژواک ته وويل: (( سهار زه دې روغتون ته راغلي يم، ناروغ مې له ځانه سره راوړى، خو هيڅوک نشته چې درملنه يې  وکړي.))

ده وويل چې په روغتون کې ټول واټونه بند دي، ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي نه تر سترګو کيږي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ملکي روغتون يادې ستونزې مني او وايي چې په دې اړه به اقدام وکړي.

هغه وويل چې د اړونده موضوع په اړه يې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

په دې اړه وړمه ورځ د پکتيا د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکټر ګل محمد منګل هم پژواک ته ويلي و چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د ملکي روغتون ډاکټرانو ته تنخوا نه ده ورکړل شوې.

ده زياته کړه چې د اړوندې موضوع په اړه يې څو ځلې د عامې روغتيا وزارت له چارواکو سره خبرې کړي ، خو مثبته پايله يې نه ده ترلاسه کړې.

خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح پژواک ته وويل چې په پکتيا کې د روغتيايي چارو خدمتونه يوه بهرنۍ موسسه پر غاړه لري.

هغه زياته کړه : (( دغه موسسه موږ ته راپور راکوي د راپور له مخې موږ اجرات کوو او بيا دغه موسسه د تنخواو ترڅنګ د پکتيا د ملکي روغتون نورې اړتياوې هم پوره کوي.

ده زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت د پکتيا روغتون د کارکوونکو د اړتياوو راپور يوه مياشت مخکې يادې موسسې ته سپارلى دى.

د مجروح په وينا، دغې موسسې د عامې روغتيا وزارت ته ويلي چې د تخنيکي ستونزو له امله د پکتيا د ډاکټرانو تنخواوې د درېيو مياشتو لپاره ځنډېدلې دي .

هغه وايي چې د موسسې له ژمنې سره سم به په راتلوونکو دوه ورځو کې د پکتيا د ملکي روغتون ډاکټرانو ته تنخواوې ورکړل شي.

هغه دا هم وويل ، وزارت په پام کې لري چې د ياد شوي روغتون د ستونزو د څېړنې په موخه يو پلاوى هم پکتيا ولايت ته واستوي.

د پکتيا ولايتي روغتون ته په ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ٨ سوه کسان د درملنې په موخه ورځي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا