منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بدخشان د سولې له پروسې سره د يوځاى شوو لپاره دوې پروژې پرانيستل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٢٩ لړم ٩٤): په بدخشان کې د سولې له پروسې سره د يو ځاى شوو وسله والو مخالفينو او د هغوى د کورنيو لپاره يوه ديني مدرسه او د څښاک اوبو شبکه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بدخشان د سولې شورا ولايتي کمېټې وياند امرالله حبيبي وايي چې د دينې مدرسې ودانۍ د ٢٠٠ زره ډالرو په لګښت، د سولې پروګرام له بوديجې څخه د شهر بزرگ ولسوالۍ په زرک کلي کې جوړه شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال په دې دينې مدرسه کې دوه سوه ماشومان چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوو پخوانيو وسله والو مخالفينو ماشومان هم په کې دي، د دينې عالمانو له خوا ورته درس ورکول کېږي.

دويمه پروژه د څښاک روغتيايي اوبو شبکه ده چې د شهر بزرگ ولسوالي په ونديان کلي کې د ٢٥زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.

حبيبي زياته کړه چې د سولې سره يو ځاى شوو پنځوس کورنۍ له دې شبکې چې د اوبه له چينې زېرمې او بيا په کلو کې شيرونو ته لېږدوي، ګټه اخلي.

مولوي فضل الله چې درى کاله وړاندې له څه باندې ٦٠ وسله والو سره د سولې پروسې سره يو ځاى شو، وويل: ((له يوې خوا مو ماشومان په مدرسه کې درس وايي، له بلې خوا مو کلو ته د څښاک پاکې اوبه راغلې دي.))

هغه زياته کړه چې دا پروژه د سيمې د خلکو لپاره ډېره اغېزناکه ده او ددوى ستونزې يې حل کړې دي.

د بدخشان ولايت د سولې ولايتي کمېټې وياند وويل چې په وروستيو څلورو کالونو کې څه باندې ٦٠٠ وسله وال مخالفين په دغه ولايت کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي او شاوخوا ٣٠٠ ميله بېلابېلې وسلې يې له ځان سره راوړې دي.

سرچينې څرګنده کړه چې د سولې له پروسې سره د يو سلګونو يو ځاى شوو لپاره ځيني روزنيز پروګرامونه لکه ترکاڼۍ، خياطي، ګلدوزۍ او نور... عملي شوي او د هغوى له اقتصاد سره يې مرسته کړې ده.

د ويلو ده چې تېره ورځ د وسله والو مخالفينو يوه لس کسيزه ډله د مقصودالله په مشرۍ د بدخشان په بهارک کې له سولې پروسې سره يو ځاى شوه چې يو ځاى کېدل يې د امنيت په ګټه بلل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه