ښرنه (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې د نا امنيو له امله په ٧ ولسواليو کې د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى او په خوشامند ولسوالۍ هېڅ ښوونځى شتون نه لري.
په دې ٧ ولسواليو کې ګومل، وړممۍ، وازېخوا، تروى، ګيان، نکه او برمل شامل دي.
د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي ګل ميران خروټی پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير غير منظم دى؛ ځکه چې زده کوونکي ښوونځيو ته نه ورځي او ځيني کسان د ښوونکو په نامه تنخواوى ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه: ((په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير په نشت کې حساب دى؛ ځکه ډېرى شاګردان مکتب ته نه ځي او ځيني يې چې په کورونو، جوماتونو او يا هم هجرو کې زده کړې کوي، هغوى بيا کتابونه نه لري.))
ګل ميران وايي چې د پوهنې رياست مسوولين يې په ټول کال کې يو ځل هم ولسوالۍ ته نه دي ورغلي.
د وړممې ولسوالۍ اوسېدونکى سيدخان بيا وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې بهير په ټپه ولاړ دى.
هغه زياته کړه: ((مکتبونه شته خو څوک په کې نشته او زه مطمين يم چې ځيني کسان به د استادانو په نوم معاشونه ترلاسه کوي.))
دغه راز د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نازګل پژواک ته وويل: ((زموږ د ولسوالۍ په ډېرو مکتوبونو کې نه شاګردان شته او نه هم استادان شته.))
ده هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر کسان د ښوونکي په نوم له پوهنې رياست څخه مياشتنۍ تنخوا ترلاسه کوي.
د پکتیکا ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته ومنله چې د نا امنيو له امله په ٧ ولسواليو کې د ښوونې او روزنې بهير له ستونزو سره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((په دې ولسواليو کې ناامني ډېره ده موږ خپل کسان نه شو ورلېږلى تر څو د پوهنې له بهير څخه نظارت وکړي.))
ده هم وويل چې په يو شمېر سيمو کې زده کوونکو ته د ملا امامانو له لوري زده کړې ورکول کېږي.
خو ځاځي وويل: ((موږ په يوه ولسوالۍ کې هم داسې کس نه لرو چې هغه دى استاد نه وي او د استاد په نوم دې معاش واخلي.))
ده له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو د امنيت د ټينګښت په برخه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، خوشامند د پکتيکا ولايت هغه ولسوالۍ ده چې ښوونځي په کې شتون نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










