کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): يو افغان هڅه کوي، په پوهنتونونو کې د چيپټرونو او لکچرنوټونو مېتود ته د کتاب چاپولو له لارې د پاى ټکى کېږدي، چې تر اوسه پورې يې په هلوځلو کابو ٢٠٠ عنوانه کتابونه چاپ او وړيا خپاره شوي دي.
دغه تن چې ډاکتر يحيى وردګ نومېږي او په لوړو زده کړو وزارت کې سلاکار دى، له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه وويل، کله چې شپږ کاله وړاندې (١٣٨٨ کال) ننګرهار پوهنتون ته لاړ، نو هلته يې وليدل چې محصلين له چيپترنوټونو څخه استفاده کوي، په داسې حال کې چې دغه کار د ٢١مې پېړۍ له معيارونو سره برابر نه دى، نو هوډ يې وکړ چې دغه چيپټر نوټونه د مرستندويو موسسو له لارې په کتابي بڼه چاپ او خپاره کړي.
ده زياته کړه، په ١٣٨٩ کال کې يې دا کار په عملي ډول پيل کړ او د بېلابېلو پوهنتونونو له استادانو سره په اړيکه کې شو چې په پايله کې يې يو شمېر کتابونه راټول او له اړوندو الماني موسسو څخه يې د چاپ همکاري وغوښته.
د نوموړي په وينا، کله يې چې له ليکوالو څخه د کتاب ايډېټ شوې سافټ بڼه ترلاسه کړه، نو د کتاب د چاپ د اړتيا په موخه يې د اړوندې څانګې تاييد اخيستى، ورپسې يې د مربوطه پوهنځي او پوهنتون هوکړه هم ترلاسه کړې ده.
د هغه په وينا، دغه کتابونه چې ډېرى يې په طب، انجنيري او ساينس پورې اړه لري او په پښتو، دري او کم شمېر يې په انګليسي ژبه دي، د تېرو پنځو کلونو په موده کې يې شاوخوا ٢٠٠ عنوانه کتابونه چې ځيني يې زر او يو شمېر يې دوه زره ټوکه په هېواد کې دننه مطبعو کې چاپ کړي دي.
وردګ وايي، په دې برخه کې ورسره د المان د علمي همکاريو ټولنې (DAAD)، د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټه او افغان - جرمني پوهنتونو ټولنې (DAUG) مالي مرسته کړې ده.
دى زياتوي، دغه هر يو کتاب يې په سي ډيانو (CD) کې ځاى په ځاى کړى او له هر کتاب سره يوه سي ډي هم شته، چې محصل کولى شي د هر کتاب له سافټ کاپي څخه هم استفاده وکړي، همدارنګه يې ١٤٠ کتابونه په ډي وي ډي (DVD) کې هم ځاى په ځاى کړي، تر څو ترې محصلين له دې ټولو کتابونو په اسانۍ د کمپيوټر له لارې استفاده وکړي.
نوموړي وويل، له دې ور هاخوا هر چاپ شوى کتاب د ISBN د ځانګړي کوډ د لرلو تر څنګ د (www.ecampus-afghanistan.org) ويبپاڼه کې هم ډاونلوډ کېدلى شي چې هر څوک ترې په وړيا توګه کار اخيستلى شي.
ياد افغان زياته کړه، د هر کتاب سل ټوکه په خپله ليکوال ته، شاوخوا ٤٠٠ کتابونه هغه پوهنتون ته چې د کتاب ليکوال په کې درس ورکوي، پنځوس پنځوس ټوکه دولتي پوهنتونونو او پاتې نور يې دولتي کتابتونونو او شخصي پوهنتونونو ته په وړيا ډول ورکوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې يواځې د طبيعي علومو اړوند کتابونو چاپ ته زړه ښه کړى؟ وويل چې په طبيعي علومو کې د کتابونو نشتوالى يې احساس کړى او له بلې خوا که کله زموږ يو ډاکټر، انجنير او ساينسپوه کتابونو ته په اسانۍ لاسرسى ومومي، نو دا به يې په طبيعي علومو کې د پوهنتونونو د درسي کيفيت په لوړولو کې مرسته کړې وي.
وردګ وايي، اوسمهال ورسره په سلګونه نور کتابونه هم د چاپ لپاره چمتو دي، خو دا چې مالي سرچينې ورته نه لري، نو د چاپ انتظار يې باسي.
ده وويل، دا چې له دريو کلونو راهيسې د المان د بهرنيو چارو وزارت او DAAD موسسه له دغه پروګرام سره مرسته نه ده کړې، نو له ولسمشر اشرف غني څخه غواړي چې يو ځل بيا د المان يا نورو مراجعو څخه غوښتنه وکړي چې د دغه پروګرام ملاتړ وکړي.
نوموړى وړانديز کوي چې د لوړو زده کړو په موسسو کې بايد د چيپټرونو او لکچرنوټونو مېتود ته د پاى ټکى کېښودل شي، په هره برخه کې بايد د پوهنتونونو د استادانو له خوا نوي کتابونه تاليف او وژباړل شي، هر کال بايد سل کتابونه چاپ شي چې په دې توګه به په پنځو کلونو کې ٥٠٠ کتابونه چاپ شي، هر درسي مضمون بايد لږ تر لږه يو درسي کتاب ولري.
هغه دغه راز د لوړو زده کړو وزارت ته وړانديز کوي چې د "تدريسي کتابونو ملي پروګرام" پيل او دغه کار ته لومړيتوب ورکړي او هم استادان وهڅوي، تر څو د خپلو مسلکونو په اړه کتاب وژباړي، وليکي او چاپ يې کړي.
دى وايي، سږ کال (٢٠١٥ کال) پلان لري چې ٥٠ طبي درسي کتابونه چاپ کړي، د دوو ډي وي ډي ګانو زر کاپۍ چې ټول طبي درسي کتابونه به په کې شامل وي، د طب پوهنځيو هر زده کوونکي ته ووېشي او همدارنګه سل غير طبي درسي کتابونه چاپ کړي.
ده زياته کړه، د مالي سرچينو په پيدا کولو سره به هڅه وکړي چې د بشري او اسلامي علومو اړوند کتابونه هم چاپ کړ.
خو دى له مرستو کوونکو په ځانګړي ډول نړيوال بانک، د امريکا متحده ايالاتو له پراختيايي ادارې او د المان د علمي همکاريو له ټولنې څخه هيله کوي چې د "تدريسي کتابونو د ملي پروګرام" ملاتړ وکړي او د کتابونو د چاپولو لګښت ورکړي.
وردګ وويل، سره له دې چې د لوړو زده کړو له وزارت سره يې د کتاب چاپولو د پروګرام موضوع شريکه کړې، خو هغوى يواځې د دغه کار هرکلى کړى، خو په عملي ډول يې ورسره کومه مرسته نه ده کړې.
دى وايي: "د لوړو زده کړو وزارت په ورکشاپونو جوړولو او فرنېچرو اخيستلو ډېرې پيسې مصرفوي، کتاب چې ورته اشد ضرورت دى، د چاپ لپاره يې مصارف نه ورکوي، دوى بايد له استادانو سره د کتابونو په چاپ کې مرسته وکړي."
د کابل د پوليتخنيک پوهنتون استاد پوهاند دوکتور محمد غوث حکيمي چې د ياد پروګرام له لارې يې يو کتاب هم چاپ شوى، د کتابونو د چاپ دغه بهير د لوړو زده کړو د بهير په کيفيت کې اغېزمن او ګټور بولي او وايي، په اوسنيو شرايطو کې دغه کار د تاييد وړ او يو نېک عمل دى.
ده پژواک اژانس ته وويل: "ځيني کتابونه چې دوى (ډاکټر يحيى) چاپ کړي، ډېر نوي کتابونه دي چې په پوهنتونونو کې يې ان استادان ارزيابي کولى هم نه شي؛ دا کتابونه خاصتاً د اطراف د پوهنتونونو لپاره ډېر مؤثر دي، لويه پانګه ده؛ ځکه کتابخانې له منځه تللې، لابراتوارونه نشته، ريسرچ نشته، نو دا کتابونه چې دوى يې چاپوي، لويه مرسته ده."
خو نوموړي له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دغه بهير ملاتړ وکړي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ نه کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










