منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“پوليسو د ننګرهار پوهنتون د لاريون په مخنيوي کې بې غوري کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لړم۹۴): د ننګرهار پوهنتون رييس وايي، امنیتي ادارې دې د هغو محصلينو پر وړاندې قانوني اقدام وکړي چې په لاريون کې يې د حکومت ضد عمل ترسره کړی دى.

د ننګرهار پوهنتون مشر ببرک مياخېل له يو شمېر استادانو سره نن (د لړم ۲۰مه) په خبري کنفرانس کې وويل چې پوليسو په دغه پوهنتون کې د وروستي ناندريز لاريون د کابو کولو لپاره جدي اقدام نه دی کړی.

مياخېل اعلان وکړ چې دغه لاريون د ټول پوهنتون استازيتوب نه شي کولی، بلکې ۹۹ سلنه محصلين د دغه لاريون خلاف دي.

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو د ليليې د ستونزو په پلمه د لاريون پر مهال د حکومت د  وسله والو‌ مخالفينو په ملاتړ شعارونه ورکول او هغوی سپين او تور بيرغونه پورته کړي وو.

دغه کار د خلکو، مدني فعالانو، ملي شورا او د ټولنيزو شبکو د کاروونکو سخت غبرګون راپارولى او له حکومت څخه يې غوښتي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رييس وايي: ((که امنیتي ادارې په دې برخه کې پر کوم محصل اسناد لري قانوني چلند دې ورسره وکړي او موږ به يې هم پر وړاندې اصولي اقدام وکړو.))

دی وايي چې لاريون د قانون خلاف و، له وړاندې يې امنیتي ادارو ته خبر نه و ورکړی او د مخالفينو بيرغونه په کې لېږدول کېدل.

مياخېل زياته کړه: ((پوليسو د دغه لاريون پر مهال هغسې چې لازم وو اقدام نه دی کړی، موږ هغو ته پر وخت خبر ورکړی و، خپله مو هم د لاريون د ناندریز کېدو مخه نيولې، خو پوليس ښه اقدام نه دی کړی.))

د پوهنتون رييس دا هم وويل چې د ننګرهار پوهنتون ۱۵زره محصلين لري چې ډېرى يې له دغه لاريون سره مخالف دي.

دی وايي: ((يو شمېر محصلينو غوښتل له دغه لاريون کوونکو سره برخورد وکړي، موږ اجازه ور نه کړه، هيله ده چې خلک او رسنۍ ټول پوهنتون په دې مسئله کې دخيل نه کړي.))

رييس دا هم وويل چې د محصلينو د ليليې ستونزه له وخته حل شوې او هغه کسان چې په ليليه کې دي د بدل اعاشې حق نه لري.

اخوا د ننګرهار پوهنتون د استادانو ټولنې مشر اجمل حبیب ساپي وويل: ((موږ له حکومته غواړو چې په دې برخه کې خپل اقدام وکړي.))

نوموړي دا هم وويل چې امنیتي ادارې بايد په دغسې مواردو کې مخکې له مخکې چمتووالى ولري.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له پژواک سره په مرکه کې وويل: ((موږ له محصلينو سره هم بحثونه کړي، پلټنې مو روانې دي، که مشکل په اداره کې وي او که محصل کې،  پر وړاندې به يې جدي برخورد وشي.))

والي وويل چې په دې تړاو به له څېړونو وروسته رسنيو ته معلومات ورکړي.

د ننګرهار د امینې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې پوليسو د دغه لاريون پر مهال غوښتل د تاوتريخوالي مخنیوی وکړي.

مشرقيوال وايي چې امنیه قوماندان کشف ادارې ته دنده سپارلې څو متخلف محصلين په نښه او د قانون منګلو ته وسپاري.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه