کلات (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې اوس هم د دولت د وسله والو مخالفو دوو ډلو تر منځ نښتې روانې دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن هم په خاک افغان ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ خپلمنځي جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه چې د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد کې چې د داعش ازبک وسله والو له خوا د طالبانو پر مشرانو شوى و، د طالبانو د والي ملا مطيع الله او پوځي قوماندان پير اغا په ګډون اتو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو وسله والو طالبانو دا ادعا رد کړې او زياته کړې يې ده چې دواړه ژوندي او روغ دي.
د والي وياند وايي چې د اټغر ولسوالۍ د داودخېلو په سيمه کې هم د اخترمحمد او ملا دادالله د پلويانو تر منځ جګړه شوې خو هلته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د زابل د ولايتي شورا غړی اسداالله کاکړ وايي جګړه د خاک افغان ولسوالۍ د الو په سيمه کې اوس هم روانه ده.
د نوموړي په وينا، په دې ولسوالۍ کې مېشتې د ملا منصور دادالله ډلې ته تازه مرسته را رسېدلې او جګړې بېرته زور اخيستى دى.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په زابل کې وړه جګړه شوې وه، دومره تلفات نه دي اوښتي، څومره چې په رسنيو کې ادعا کېږي.
هغه زياتوي چې اوس هلته هېڅ ستونزه نشته او حالات نورمال شوي دي.
خو د ملا منصور دادالله ډلې يوه وياند قاري حمزه بيا ادعا کوي چې د خاک افغان ولسوالۍ د بيراره سيمه کې يې وسله والو د ملا اختر منصور ډلې پر وسله والو ځانمرګى بريد کړى چې په پايله کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي ادعا کړې چې په دغه بريد کې دوه طالب مشران عبدالغفار (پيراغا) او مطيع الله دواړه کسان سخت ټپيان شوي دي.
قاري حمزه د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.