منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۳°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غير معياري سپټيک څاګانې د کابل ښاريانو ژوند ګواښي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو ککړتيا په اړه اندېښنه ښودلې، د غير معياري سپټيک څاګانو شتون د ټول وژنې په معنا بولي او ګواښ کوي که خلک او  دولتي ادارې د دغه وضعيت مخه ونه نيسي، د ښار ټولې اوبه به ککړې شي.

تېره څه باندې يوه لسيزه کې په کابل ښار کې سلګونه دنګې ودانۍ جوړې شوې دي چې ډېرې يې د کاناليزاسيون او چټلو اوبو سيستم نه لري چې دا وضعيت د بدبويي او  خځلو ډېرېدو لامل ګرځي.

يو شمېر کورنۍ هم د چټلو اوبو لرې کولو لپاره غير معياري سپټيک څاګانې کيندي او د ځينو نورو کورنيو چټلې اوبه په نېغه د ښار د ويالو له اوبو سره يوځاى کېږي.

د وګړو زياتوالى، د ډېرو خزلو غونډېدل او د کاناليزاسيون نه شتون د ښار بېلابېلې برخې ککړې او بوينې کړې دي، د ښار پاکوالى د هرې ورځې په تېروېدو خرابېږي چې د چاپېريال ککړتيا لامل کېږي.

د کابل ښار نفوس دری لسيزې وړاندې شاوخوا يو ميليون و، اوس پنځه برابره شوى دى.

د کابل ښاروالۍ د پلان او طرحې مشر محمدياسين نيازى وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د غير معياري سپټيک (جذبي) څاګانو کيندل زيات شوي او دې څاګانو تر ځمکو لاندې د اوبو د چټلۍ زمينه مساعده کړې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوسمهال د کابل ښار تر ځمکه لاندې اوبه د غير معياري سپټيک څاګانو د کيندلو په سبب چټلې شوې او دغه کار د ښاريانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نيازي د غير معياري سپټيک څاګانوکارول د خلکو عام وژنه وبلله او زياته يې کړه، هغه کسان چې دا څاګانې کيندي او د فاضله اوبو لاره ور باسي، په دې معنا ده چې فاضله اوبه د نورو کسانو تغذيې ته استوي چې د ناروغيو خورېدو سبب ګرځي.

د کابل ښار د پلان او طرحې مشر وايي چې دا ستونزه په غير پلاني ساحو او هغو سيمو کې چې غير قانوني ودانۍ په کې له جواز پرته جوړې شوې، ليدل کېږي چې شمېر يې د هرې ورځې په تېرېدو نور هم زياتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاروالۍ د کابل ښار شاوخوا ٧٠ سلنه ساحې غير پلاني بللې او وايي چې د کاناليزاسيون نشتوالى  او د سپټيک څاګانو کيندل، جدي ستونزه ده چې بايد پاملرنه ورته وشي.

نيازي له هېوادوالو وغوښتل چې د فاضله اوبو لپاره د سپټيک څاګانو له کيندلو ډډه وکړي او معياري څاګانې وکيندي.

هغه د اوبو رسولو له شبکې هم وغوښتل چې له ازموينې او کره لابراتورا وروسته کورونو ته د اوبو رسول پيل کړي، څو د خلکو تر منځ د ناروغيو خپرېدو مخنيوى وشي.

خو يو شمېر کابل ښاريان ښاروالي ملامتوي او وايي چې د کاناليزاسيون د نشتوالي په سبب اړ دي چې د فاضله اوبو لپاره غير معياري څاګانې وکيندي.

د ښار يوه اوسېدونکي فريد جويا وويل چې اصلي مسووله ښاروالي ده چې تر اوسه نه ده توانېدلې چې کاناليزاسيون سيستم په اکثره استوګنيزو ښارګوټو کې پلى کړى، نو څنګه به په غير پلاني ساحو کې دا کار ترسره کړلى شي.

هغه زياته کړه: ((پخوا به فاضلاب په کوڅو او د عمومي سړک پر غاړو روان وو، خو سپټيک څاګانې ډېرې ګټورې تمامې شوې؛ ځکه چې فاضلاب له کوڅو او د سړک له غاړو ګرځول شوې دي.))

هغه په ډاګه کړه چې يو شمېر خلک د اقتصادي ستونزو په سبب غير معياري څاه ګانې کيندي؛ ځکه چې لګښت يې کم دى.

خو د ښار يو بل اوسېدونکي وحيد عزيزي وايي چې د غير معياري سپټيک څاګانو کيندل يوه جدي ستونزه ده چې د څښاک اوبو د چټلۍ سبب ګرځي، په داسې حال کې چې له اوبو پرته ژوند امکان نه لري.

هغه زياته کړه چې له غير معياري څاګانو فاضله اوبه ځمکې ته جذبېږي او وروسته خلک د څاګانو د اوبو د څښلو په سبب له ګڼو ناروغيو سره مخ کېږي.

هغه زياته کړه: ((کاپل د کاناليزاسيون د نه لرلو او غير معياري سپټيک څاګانو د کيندلو په سبب په يوه بوين او دوړن ښار بدل شوى چې د ناروغيو سرچينه بلل کېږي، زموږ هېوادوال بايد د خپلې ګتې په خاطر نورو ته زيان ونه رسوي او خپلې غير معياري سپټيک څاګانې په معياري څاګانو بدلې کړي.))

عزيزي زياته کړه چې پخوا يې د خپل کور په څاه کې چکونه ښکته کړي وو، خو پر زيانونو له پوهېدو وروسته يې اوسمهال دا څاه په معياري بڼه سمنټ کړې، مخ يې ايزوګام کړې او هېڅ ډول اوبه ترې بهر ته نه وځي.

خو د کابل ښاروالۍ طرحې او پلان د پلي کولو برخې مشر د دې ستونزې يواځېنۍ حل لاره د کاناليزاسيون د يوه منظم سيستم جوړول بولي او وايي چې په دغه سيستم سره ټولې اوبه يوه مسير ته سوق کېږي او شته ستونزې له منځه وړي.

نوموړي وويل: ((له بده مرغه چې د کاناليزاسيون په اړه نه د کاغذ پر مخ څه کار شوى، نه يې کوم تفصيلي پلان جوړ کړى او نه يې هم په عمل کې کوم کار کړى دى.))

نيازي د ځينو ودانيو له مالکانو شکايت وکړ او ويې ويل: ((ځينې سترې ودانۍ چاڼ ځاى نه لري او اوبه يې په لښتيو کې د سړکونو پر غاړه خوشې کړې چې نورو ښاريانو ته د بد بويۍ او ستونزو سبب ګرځي.))

هغه زياتوي چې کابل ښاروالي پر زورواکو قانون نه شي پلى کولى، که چېرې امنيتي ارګانونه له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، دا ارګان کولى شي چې شته ستونزې حل او د دې خپل سريو مخنيوى وکړي.

د ژوند چاپېريال ساتنې د ملي ادارې د ژوند چاپېريال د پلان مشر محمد کاظم همايون هم د جذبي څاګانو کيندل غير معياري او د کاناليزاسيون نشتوالى د ځمکتل اوبو د چټلۍ له لاملونو بولي او وايي چې له بده مرغه کابل ښار د بنسټيزې ودانۍ او فاضله اوبو سيستم له نشتوالي سره مخ دى چې خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي.

هغه تر ځمکه لاندې اوبو د چټلېدو اتيا سلنه لامل د کابل سيند وباله او زياته يې کړه: ((د عامې روغتيا وزارت په ګډون د ګڼو دولتي ادارو فاضلاب د کابل سيند ته راځي چې دا وضعيت د اندېښنې وړ دى.))

همايون د فاضلاب سيستم د تنظيم لګښت دری ميليارده ډالر وباله او ويې ويل چې دوى تېر کال د دې ستونزې د حل لپاره پر له پسې ناستې ترسره کړې او دې پايلې ته ورسېدل چې زيانمنې سيمې بايد وپېژندل شي او ډېرې زيانمنې دې تر مديريت لاندې ونيول شي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې دا چارواکى وايي چې د اصلاحاتو او غوره حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر استازي په دې ناسته کې دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د خپل راتلونکي کال بوديجه کې د فاضلاب سيستم مديريت وکړي او داسې څاه ګانې وباسي چې تر ځمکه لاندې اوبه چټلې نه کړي.

هغه وويل چې د فاضلاب څاګانو د کيندلو تر څنګ بايد شنې ساحې خړوب کړي او تر ځمکه لاندې اوبه دې له دې زياتې نه چټلوي.

همايون د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، که دولتي ادارې يو بل ته لاس ورنه کړي او تر ځمکه لاندې اوبو د چټلۍ مخه ونه نيسي، نو ويره ده چې په راتلونکي کې به د ښار ټولې اوبه چټلې شي چې بېرته پاکېدل يې پرېمانه پيسو ته اړتيا لري.

د ويلو ده چې د کلو بيا رغونې او پراختيا وزارت چارواکي وايي، د شوو مطالعاتو له مخې، د هېواد په کچه يواځې له ٢٥و تر دېرش سلنې پورې خلک په ٤٠ زره کلو کې د څښاک روغتيايي اوبو ته لاس رسى لري او هر کال زرګونه کسان د ناولو اوبو د کارولو په سبب په انتاني ناروغيو اخته کېږي او ګڼ شمېر نور يې مري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه