منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۴ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاريون کوونکي: د غزني د اوو سر پرې شويو وګړو قاتلين دې پيدا او مجازات شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شريف، شبرغان (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): په بېلابېلو ولايتونو کې د داعش وسله والې ډلې له خوا د غزني ولايت د اوو اوسېدونکو د وژلو په غبرګون کې لاريونونه وشول.

د داعش وسله والې ډلې څو ورځې مخکې په زابل ولايت کې د غزني د جاغوريو ولسوالۍ اووه اوسېدونکي چې درې  مېرمنې او يوه ماشومه نجلۍ هم په کې وه، ووژل.

د غزني اوسېدونکو دغه مړي پرون د احتجاج په توګه کابل ته راوړل او د ارګ مخې ته لسګونو زرو کسانو د لاريون په ترڅ کې د عاملينو د مجازاتو غوښتنه وکړه.

پرون په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې لسګونو زرو کسانو د يادې پېښې د غندلو په موخه لاريونونه وکړل.

دغه راز نن هم په ننګرهار ، بلخ هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونو کسانو دلاريونونو په ترڅ کې د داعش له خوا د ملکي وګړو وژل وغندل.

د هرات ولايت سلګونو اوسېدونکو چې په کې د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د لړم په ٢١مه، په هرات کې ديوه لاريون په ترڅ کې د زابل د پېښې د قاتلينو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې پر داعش او طالبانو د مرګ شعارونه ورکول، له ملي يووالي حکومت څخه  وغوښتل چې د يادې پېښې جدي پلټنې وکړي.

د هرات د ولايتي شورا غړي سيد عظيم کبرزاني لاريون کوونکو ته وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد دافغانستان د خلکو ددښمنانو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي او له مصلحتونو کار وانخلي.

هغه زياته کړه، چې حکومت بايد دمخالفينو پر وړاندې له ټول قوت او توان څخه کار  واخلي.

دغه راز نن د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د يادې پېښې د غندلو په موخه لاريون وشو، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د علي جعفري په نامه د لاريون يوه تنظيموونکي پژواک اژانس ته وويل چې دولت بايد د جاغوري د عامو خلکو قاتلين ونيسي او سزا ورکړي.

هغه حکومت پر بې غورۍ تورن کړ او ويې ويل چې ددې پېښې په اړه بايد جدي اقدامات وشي.

 دغه راز نن د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يو شمېر ښځو په ګډون لسګونو کسانو لاريون وکړ او ياده پېښه يې وغندله.

بلخوا نن د کندهار خلکو د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې ديوې غونډې په ترڅ کې د هغو ۷ تنو هېوادوالو وژل  په کلکه وغندل چې څو ورځې مخکې د داعش له خوا وژل شوي وو.

په ياده غونډه کې د ولايتي شورا د وکيلانو تر څنګ يو شمېر علماوو، د سولې شورا غړو او قومي مشرانو برخه درلوده. د غونډې برخه والو د هېواد او وطن د دښمنانو دغه غيرانساني عمل وغانده او دا يې  غيرانساني او غيراسلامي عمل وباله.

 د ولايتي شورا رييس سيدجان خاکرېزوال د ملکي وګړو وژنه غيرانساني عمل وباله او زياته يې کړه چې دا د هيواد د دښمنانو له خوا د قومونو تر منځ د بېلتون په هدف شوی، خو افغانان ټول يو ملت دي او هيڅکله به د داسې دسيسو ښکار نه شي.

ددې ولايت د علماوو شورا رييس عبيدالله فيضاني دا يو غيراسلامي عمل وباله او زياته يې کړه چې اسلام د ظلم او وحشت دين نه دی، بلکې د سولې، يووالي ، امن او حقانيت دين دى.

هغه وويل : (( داعش چې ځان اسلامي ډله بولي غواړي په يوه او بل نامه زموږ د هېوادوالو تر منځ د نفاق تخم وشندي، خو د دوى دا ډول غيراسلامي او غيرانساني اعمال پر دې غيور ملت کومه انګېزه نه شي لرلی.))

دغه راز د جوزجان په مرکز شبرغان کې هم سلګونو کسانو د يوې غونډې جوړولو له لارې د يادو اوو تنو وژل په کلکه وغندل.

هغوى له دولت څخه د دې پېښې د عاملينو د نيولو او مجازات کولو ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې په ټول هېواد کې امنيت ټينګ کړي.

د عبدالمالک رستمي په نوم يوه مدني فعال وويل، که دولت د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، خپلو اعتراضيه غونډو ته به دوام ورکړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه