منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې يوې زده کوونکې مايکروسکوپ جوړکړى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

ترينکوټ ( پژواک ۲۳ لړم ۹۴ ) : د اروزګان مرکز ترينکوټ کې د ښوونځي يوې زده کوونکې وروسته له هغه له کاغذ څخه مايکروسکوپ جوړکړ، کله چې د ښوونځي د ادارې له خوا مايکروسکوپ ورنه کړل شو .

ياده زده کوونکې پښتنه نومېږي اود مرکز ترينکوټ د ملالۍ لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې ده .

پښتنې دلړم په ٢٣مه، په خپل  لاس جوړ کړی مايکروسکوپ د ولايت مقام ته راوړی و  ، ترڅو ددې ولايت والي او نورو چارواکو ته يې وښيي .

يادې زده کوونکې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مايکروسکوپ يې وروسته تر هغه جوړ کړ چې د ښوونځي د ادارې له خوا څخه د عملي زده کړو لپاره د ښوونځي مايکروسکوپ ورنه کړل شو.

نوموړې وايي د کاغذ څخه  جوړکړی مايکروسکوپ يې په لږو امکاناتو د دوو ورځو په لړ کې جوړ  او زياته يې کړه که زمينه ورته برابره شي نو تردې به ښې اختراع ګانې وکړي .

هغې زياته کړه، چې په ښوونځی کې د مسلکي ښوونکو نه شتون، د درسي کتابونو کموالی او د ادارې له خوا د عملي زده کړو لپاره وسايلو ته د نه لاسرسي ترڅنګ کلتوري ستونزې يې پر وړاندې لويې ننګونې دي.

د اروزګان والي محمد نذير خروټي د ښوونځی د يادې زده کوونکې دا کړنه وستايله او ژمنه يې وکړه چې د ولايت مقام به تل له دوی سره همکار  وي او هغه ستونزې چې د دوی پر وړاندې شتون لري له منځه يوسي .

هغه وايي، چې که څه هم په دې ولايت کې د ښځو پروړاندې يوشمېر محدوديتونه شتون لري خو په وينا يې هڅه کوي ترڅو د قومي سپين ږيرو، ديني عالمانو او مدني فعالينو په وسيله يادو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

د خروټي په وينا، په اروزګان کې نه يواځې د تعليم په برخه کې د ښځو پروړاندې ستونزې شته، بلکې کورنی تاوتريخوالی او د دوی لپاره د امن د کور نه شتون  هغه موارد دي چې دامهال دوی ورسره مخ دي.

پژواک هڅه وکړه، چې د ياد ښوونځي د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه