جلال اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): د ننګرهار ولايت د اچين ولسوال وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش تر ماتې وروسته د يادې وسله والې ډلې ٨٠٠ کورنۍ بېرته له ډيورنډ پولې اوښتې دي.
د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد د لړم په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، وروسته له هغه چې پاکستاني ځواکونو په وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې عمليات ترسره کړل، نو سلګونه کورنۍ د ننګرهار سرحدي ولسواليو ته راکډه شوې.
هغه زياته کړه: ((د وزيرستان، اورکزو ايجنسۍ او خيبر ايجنسۍ چې په اصل کې د داعش وسله وال وو، د کډوالو په بهانه دېخوا ته راغلي وو.))
د ولسوال په وينا، دغه خلک چې د يوه منظم پلان له مخې دېخوا ته اړول شوي وو، څه موده وروسته ورته وسلې او مهمات ورسېدل او د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې وسله وال فعاليت پيل کړ.
د اچين ولسوال وايي چې د داعش وسله والو پر ځايي اوسېدونکو ډېر بد ظلمونه پيل کړل، خلک يې حلال کړل، پر بمونو يې والوځول او په بېلابېلو بهانو يې ووژل.
دى زياتوي چې د داعش د ظلمونو له امله د دې ولسوالۍ شاوخوا ١٥زره اوسېدونکي نورو خوندي سيمو ته کډوال شول چې د ژوند په سختو شرايطو کې شپې تېروي.
حاجي غالب مجاهد وويل چې د داعش وسله واله ډله د ننګرهار ولايت د نيولو په موخه دلته راغلې وه، خو د افغانستان د ملي ځواکونو له خوا ورته داسې ماتې ورکړل شوه چې د دغه ولايت د نيولو ارمان او خوب يې ګور ته يووړ.
هغه زياته کړه: ((داعش نور په دغه ولايت کې د لويو بريدونو توان نه لري.))
د ولسوال په وينا، تر اوسه په اچين ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې په کې ملي اردو، ملي پوليس، سيمه ييز پوليس او د سيمې رضاکار ځوانان شامل دي، د داعش شاوخوا ٦٠٠ وسله وال وژل شوي او تر ٣٠٠ پورې نور سخت ژوبل شوي دي.
مجاهد وايي چې د سيمې اوسېدونکي د خپلو ملي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او د سيمې قومي مشرانو زر ځوانان دوى ته ورکړي چې له ملي ځواکونو سره په ګډه د داعش پر وړاندې جګړه وکړي.
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې تر اوسه ملي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.
د اچين ولسوال وايي چې د ولسوالۍ ډېرې برخې او لوی کلي يې له داعشي وسله والو پاک کړي دي، يواځې د مامند سيمه پاتې ده چې هغه به هم ډېر ژر له دغو وسله والو پاک شي.
د نوموړي په وينا، په اچين ولسوالۍ کې تر ماتې خوړلو وروسته د داعش شاوخوا ٨٠٠ کورنۍ بېرته د ډيورنډ پولې پورې غاړه ته اوښتي دي.
د ولسوال مجاهد د معلوماتو له مخې، د داعش په وسله والو کې ډېرى د وزيرستان، اورکزو او خيبر ايجنسيو اوسېدونکي او د پاکستان د پنجاب ايالت وسله وال شامل دي.
دى وايي چې دغه راز د دغو وسله والو په منځ کې د چيچيني، ازبک او عرب وسله وال هم شتون درلود.
مجاهد زياتوي چې د اچين ولسوالۍ تر پاکولو وروسته به ملي ځواکونو د دغه ولايت په ده بالا ولسوالۍ کې عمليات ترسره کوي، چېرې چې د داعش ډلې مهم مرکزونه شته دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










