فيروزکوه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): "طالبانو رخشانه زما په مخکې په ډېر وحشت سنګسار کړه، د طالبانو تر ډبرو لاندې به د هغې چيغې هېڅکله رانه هېرې نه شي."
دا د رخشانې د مور حنيفې خبرې دي چې له خپل خاوند، دريو لوڼو او يوه زوى سره له غلمين سيمې تښتېدلې او د غور د والي په کور کې اوسېږي.
مېرمن رخشانه د لړم په دريمه د غور د مرکز په فيروزکوه ښار اړوند په غلمين اودک کلي کې په عام محضر کې سنګسار شوه.
دا ١٩ کلنه نجلۍ چې د خپلې خوښې خلاف يوه ٤٥ کلن شپانه ته نکاح شوې وه، د خپل واده په څلورمه ورځ د طالبانو له خوا سنګسار شوه او هغه هلک چې له دې سره تښتېدلى و، له سلو دُرو وهلو وروسته خوشی شو.
د رخشانې مور چې ناروغه وه او په سختۍ يې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((طالبانو مې لور په وحشت او بې رحمۍ سنګسار کړه، د سنګسار او مظلوميت د وخت چيغې يې تل زما زړه ځوروي، هغه بې ګناه وه، دا جنايت مې هېڅکله له ياده نه وځي.))
حنيفه چې هره شېبه رخشانه يادوي او اوښکې تويوي، له ولسمشره يې وغوښتل چې د خور د وژنې عاملين يې قانون ته وسپاري او د خپلو اعمالو جزا ورکړي.
هغه وويل: ((غواړم کابل ته لاړه شم، له ولسمشر سره وګورم، خپلې ستونزې او دردونه ورته بيان کړم.))
د رخشانې پلار عبدالکريم وايي چې د رخشانې له سنګسار وروسته چې طالبان لاړل ، دوى خپله لور د ډبرو له امباره را بهر او خښه کړه.
د رخشانې د سنګسار په خپره شوې ويډيو کې يوه کنده ښکاري چې دا په کې تر اوږو پورې پټه ده، يواځې سر يې ښکاري او طالبان پرې ډبرې ولي.
د رخشاني پلار وويل: ((موږ چې کله له سيمو وتښتېدو، طالبانو تل د ټيلېفون له لارې په مرګ ګواښلو، چې تاسې د شريعت له ساحې تښتېدلي ياست، د طالبانو پر وړاندې ولاړ يئ او د دولت دروازې ته تللي ياست، موږ مو ژوند نه پرېږدو.))
هغه زياته کړه، يواځې توانېدلى چې خپل ځان وژغوري، خپل ټول شته يې په غلمين کلي کې پرېيښي، دولت بايد د دې کورنۍ ژوند ته پاملرنه وکړي.
د رخشانې کورنۍ چې دری کوچنۍ خويندې، يو ځوان ورور، مور او پلار يې دي، څو شپې کېږي چې د غور د والي په کور کې اوسېږي او د عدالت غوښتنه کوي.
د غور والي سيما جوينده وايي چې دا کورنۍ د خونديتوب په موخه په خپل کور کې ساتي.
هغې وويل چې له ولسمشر غني سره يې خبرې کړې او ولسمشر لارښوونه کړې چې له دې کورنۍ سره د کورنيو اړتياوو په برخه کې اړينه همکاري وکړي.
د هېواد په کچه دغه دويمې ښځينه والۍ زياته کړه ، ټاکل شوې چې د رخشانې مور د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي او تر څنګ يې له ولسمشر سره د ليدو زمينه مساعده کړي.
د غور والي په ډاګه کړه چې د سنګسار عاملان او د پېښې ځاى څرګند دى، خو سيمه ييزه اداره په يوازېتوب سره هغوى نه شي نيولى او دولت بايد د دوى په نيولو کې مرسته وکړي.
د مېرمن جوينده په خبره، دا سنګسار د طالبانو د سيمه ييز قوماندان مولوي يوسف په فتوا شوى او په سنګسار کې يې د طالبانو د غړو ملا هاشم او سعد يار په ګډون څه باندې شل کسه ښکېل او مجرم دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ويلي چې د رخشانې د سنګسار قضيه په جديت څېړل کېږي. د کورنيو چارو وزارت د غور پوليسو ته امر کړى چې د دې پېښې عاملان دې ډېر ژر بندي او د قانون منګولو ته وسپاري.
رخشانه چې تر اتم ټولګي پورې يې درس ويلى، په لس کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره يوه معلول کس ته کوژده شوه، خو کله چې لويه شوه او کوژده يې ونه منله، نو له يوه ځوان سره ساغر ولسوالۍ ته وتښېده او په ١٦ کلنۍ کې د پوليسو له خوا د غور مرکز ته راوړل شوه.
د رخشانې کورنۍ وايي چې د هغې نامزد او قوم يې د غور مرکز ته راغلل او ويل يې چې رخشانه نه غواړي او بايد د هغې ١١ کلنه خور دې هلک ته ورکړل شي. هماغه و چې د رخشانې خور يې له ځان سره بوتله.
د رخشانې مور د ژړا په حالت کې وويل: ((١١ کلنه لور مې د خپل کوژدن له خوا په زور بيول شوې او درې کاله کېږي چې هېڅ خبر ترې نه لري، معصومه ماشومه ده، دولت بايد زما لور بېرته ماته وسپاري.))
د رخشانې سنګسار په کابل او غور کې د پراخو لاريونونو لامل شو، دا پېښه يې په کلکه وغندله او د عاملانو پر نيولو او مجازاتو يې ټينګار شوى دى.
تېره اوونۍ په غور کې د عالمانو، د اسلامي ارشاد رياست، ولايتي شورا او مدني ټولنو په ناسته کې د رخشانې سنګسار د دين او شريعت خلاف عمل وبلل شو.
د عالمانو په خبره، د رخشانې په واده کې هېڅ شاهد او اقرار نه و، هغه د څو جاهلو او ظالمو کسانو له خوا په وحشيانه ډول سنګسار شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










