منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ شپږيزې سيالۍ پاى لوبه په انځورونو کې

پژواک خبري اژانس
· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

کابل ( پژواک، ٢٣ لړم ٩٤ ) : د ختيځ زون د سپين غر زمريانو کرکټ لوبدلې په پاى کې د کابل بازانو ته په ماتې ورکولو سره ددويم ځل لپاره يې د کرکټ د تر ټولو لوى ملي سياليو شپـږيزې اتلولي خپله کړه.

د بارانونو له امله ددې سياليو خوند لږه پيکه او پکې خنډ او ځنډ پيدا شو، خو د کرکټ بورډ د کارکوونکو د سختو هلو ځلو په پايله کې د جمعې په ورځ ( دلړم ٢٢مه) پاى لوبې لپاره د کابل د کرکټ نړيوال لوبغالى برابر کړى شو.

د پاى لوبې پچه د سپين غر بازانو کپتان شفيق الله شفق وګټله، خو د توپوهنې بلنه يې د کابل بازانو لوبډلې ته ورکړه.

ددې لوبې نندارې لپاره يو ځل بيا زرګونه مينه وال راغلي وو.

د لوبې تر پيل مخکې دواړه لوبډلې په ميدان کې وو د ملي سرود په درناوي کې ودرېدل.

د کابل بازانو لوبډلې لومړنيو لوبغاړو ډېر په احتياط سره لوبه پيل کړه او ٥٠ منډې يې جوړې کړې.

خو د لوبې په وروستيو کې د سپين غر بازانو توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او د کابل بازانو د تېزو منډو مخه يې ډب کړه.

د لوبې نندارې ته د نورو ترڅنګ ګلالي ماشومان هم راغلي وو.

د کابل بازانو لوبډلې په ټاکل شويو ١٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٨٥ منډې جوړې کړې او سپين غر ته يې د ٨٦ منډو اسان هدف ورکړ.

د لوبې په مينځ کې ددواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو لخوا ماشومانو ته د پوليو څاڅکي هم ورکړل شول.

د ٨٦ اسان هدف ترلاسه کولو په موخه د سپين غر زمريانو لومړنيو لوبغاړو ډېره تېزه لوبه پيل کړه او هر لوري ته يې شپږيزې او څلوريزې وهلې.

اټکل کېده، چې دا لوبه به سپين غر په اسانۍ وګټي، خو په وروستيو کې يې لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل او په لسم اوور کې يې دا لوبه وګټله.

د لوبې تر ګټلو او اتلولۍ ترلاسه کولو وروسته د سپين غر د لوبغاړو خوښۍ په ليدلو ارزيده.

د لوبې په وروستيو مراسمو کې سمیع افریدي او راشد ارمان ته د غوره لوبغاړو جايزې ورکړل شوې.

د کابل بازانو لوبـډلمشر اصغر ستانکزي ته ددويم مقام جايزه ورکړل شوه.

په کابل کې د اسټراليا سفير په شتون کې د سپين غر کپتان شفيق الله شفق ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

 

 

 

 

 

 

 

تر ماښام وروسته ددې سياليو په وياړ او لوبغاړو ته د نورو جايزو دورکولو په اړه ځانګړي مراسم په لاره اچول شوي وو، چې د يک تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپرېده.

ددې مراسمو په پاى کې د سپين غر لوبډـلې ته د اتلولۍ جام ددويم ځل لپاره ورکړل شو.