لښکرګاه(پژواک،۲۴لړم۹۴): د هلمند والي وايي چې يواځې د کرنې په برخه کې ددې ولايت لپاره زر پروژې منظورې شوي چې ډير ژر به يې د پلې کېدو چارې پيل شي.
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د لړم په ٢٤مه خبريالانو ته وويل چې د يادو پروژو وړاندېز د ولايتي ادارې او قومي مشرانو له خوا شوى و چې د وزارت له لوري هم ومنل شو .
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې اصلاح شوي تخمونه، سړې خونې، کرنيز فارمونه، ويالې، باغونه او کرنيزو حاصلاتو ته د مارکېټونو جوړول شامل دي.
ده وويل چې په دې پروژو کې يوه هم د کجکي له برېښنا بند څخه د اوبو د يوه کانال ايستل دي چې نږدې ١٥زره جريبه ځمکه به خړوبه کړي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( دغه پروژې د خلکو په غوښتنه شوي او په کومو سيمو کې چې امنيت نه وي هلته به امنيت ټينګ شي ترڅو پروژې پلې شي.))
ده وويل چې د خلکو په خوښه پلې کېدونکې پروژې ډيرى وخت له امنيتي ستونزو سره نه مخ کيږي.
رحيمي دا هم وويل چې د برېښنا وزارت له لوري هم په دې ولايت کې د برېښنا د کوچنيو توربينونو د نصبولو پروژې منظورې شوې دي.
ده وويل چې د برېښنا د يادو پروژو په پلې کېدو سره به هغو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي چې اوسمهال برېښنا نه لري.
والي وويل چې د پوهنې او روغتيا برخو د يو شمېر پروژو وړانديزونه کابل ته استول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن